په کوټه کې د وژل شویو کسانو ښخول پیل شول

د خپريدو وخت: 11:57 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

د تېرې پنجشنبې د ورځې په بريدونو کې تر ټولو ناوړه يې پر سنوکر کلپ لوبځای برید و.

په کوټه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ په چادونو کې د وژل شویو کسانو د جنازې او ښخولو مراسم د هزاره ګانو په بهشت زینب هديرې کې پیل شوي دي.

چارواکو بي بي سي ته ویلي د مړو د شمېر د ډېروالي له امله هرځل له ۱۵ نه تر ۲۰ پورې د کسانو جنازې ترسره کېږي.

د چارواکو په وینا د جنازې او ښخولو مراسم به څو ساعتونه وخت ونیسي.

تر دې وړاندې ولسمشر اصف علي زرداري په بلوچستان ایالت کې تر دوو میاشتو پورې د مرکزي حکومت واکمني اعلان کړه چې په دې توګه د بلوچستان ګورنر ذوالفقار مګسي د چارو واګي په لاس کې اخیستي دي.

دغه راز د پاکستان صدراعظم راجه پرویز اشرف هم د یکشنبې په شپه له احتجاج کوونکو سره په خبرو کې چې په بلوچستان کې د مرکزي حکومت د واکمني اعلان کړی و.

له دې اعلان وروسته په کوټه کې هغو کسانو چې په احتجاجي ډول یې د تېرې پنجشنبې په ورځ وژل شوي کسان خاورو ته نه سپارل له خپل احتجاج نه لاس واخیست.

دوی ويل چې حکومت د ولس د ځان او مال خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی، او اوس په کار دی چې په کوټه کې د امنيت ټينگولو واک پوځ ته وسپارل شي.

د روغتیايي چارواکو وینا ده چې د تېرې پنجشنبې په چادونو کې ټول ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۲۱۹ کسان ټپیان شوي دي.

د تېرې پنجشنبې د ورځې په بريدونو کې تر ټولو ناوړه يې پر سنوکر کلپ لوبځای برید و.

ځانمرګي له خپل ځان سره چاودېدونکي توکي وچول، او څو دقيقې وروسته کله چې پوليس، ژغورونکي او د خبریالان ورسېدل د موټر بم چاودنه وشوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .