پېښور: د وژل شویو کسانو خپلوانو احتجاج پیل کړی

د خپريدو وخت: 12:27 گرینویچ - چارشنبه 16 جنوري 2013 - 27 مرغومی 1391

باړه کې د تېرو دریو کلونو په اوږدو کې داسې ډېر مړي موندل شوي، چې د ځايي اوسېدونکو په وینا د پوځي عملیاتو پر مهال تري تم کېږي.

د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د موندل شويو ۱۵ وژل شویو کسانو خپلوانو له جسدونو سره پېښور کې د ګورنر (والي) دفتر مخې ته احتجاج پیل کړی.

د بي بي سي ځايي خبریال وايي ۱۴ جسدونه شمېرل شوي دي، خو د وژل شویو خپلوان وايي چې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د ګورنر دفتر مخې ته پولیس اوښکي بهونکی ګاز کاروي او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، خو د وژل شویو کسانو خپلوان اوس هم په هغه ځای کې موجود دي.

د باړې قبایلي سیمې یوه ځايي چارواکي ناصر خان تایید کړه، چې په سیمه کې یې یو شمېر مړي موندل شوي، چې خپلوانو یې جسدونه له ځان سره پېښور کې د ګورنر دفتر مخې ته د احتجاج کولو لپاره لېږدولي.

لومړی د وژل شویو کسانو خپلوان د پېښور د رسنیو مرکز ته ورغلل، خو وروسته د ګورنر د دفتر مخې ته د احتجاج لپاره یوځای شول.

په دغه سیمه کې د تېرو دریو ورځو په اوږدو کې دوه پوځیان، څلور ملېشه سرتېري هم وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي دي.

"ومړی د وژل شویو کسانو خپلوان د پېښور د رسنیو مرکز ته ورغلل، خو وروسته د ګورنر د دفتر مخې ته د احتجاج لپاره یوځای شول"

په دا وروستیو کې امنیتي مقاماتو وویل، چې سخت دریځو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې څلور سرتېري په کې ووژل شول.

ځايي چارواکو هغه مهال بي بي سي ته ویلي و، چې برید د باړې په شلوبر سیمه کې هغه مهال وشو، چې په پوسته کې تر ۱۰ زیات سرتېري موجود وو.

د دوی په وینا په هغه برید کې دوه سرتېري ټپیان شوي هم وو او د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې څلور سخت دریځي وژل شوي وو.

شلوبر سیمه کې له دې پېښو څه موده مخکې د پاکستان امنیتي ځواکونو پراخ پوځي عملیات کړي وو، چې له امله یې یو شمېر خلک له خپلو کورونو څخه کډه کولو ته اړ شوي وو.

په باړه سیمه کې پاکستاني پوځيان له تېرو څلورو کلونو راهیسې پټه خوله پوځي عملیات کوي او څوځله یې اعلان کړی، چې د دغې سیمې له ډېرو برخو یې سخت دریځي شړلي دي.

باړه کې د تېرو دریو کلونو په اوږدو کې داسې ډېر مړي موندل شوي، چې د ځايي اوسېدونکو په وینا د پوځي عملیاتو پر مهال تري تم کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .