پېښور: پولیسو احتجاج کوونکي وشړل

د خپريدو وخت: 05:24 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391

د چهار شنبې په ورځ د وژل شویو کسانو خپلوان له جسدونو سره پېښور کې د ګورنر دفتر مخې ته یو ځای شول او احتجاج یې پیل کړ.

پېښور کې ځايي پولیسو هغه احتجاج کوونکي د ګورنر ( والي) د دفتر له مخې وشړل، چې په دغه ځای کې د احتجاج لپاره یوځای شوي وو.

احتجاج کوونکو له ځان سره دغه ځای ته د ۱۸ وژل شویو کسانو جسدونه هم راوړي وو، چې پولیسو روغتون ته ولېږدول.

پولیسو دغه کسان له هغه وروسته وشړل، چې د ګورنر او قبایلي سیمې د استازو تر منځ د خبرو اترو له بریالیتوبه وروسته هم احتجاج کوونکو اعلان وکړ، چې د وژنو عاملینو ته د سزا ورکولو تر مهاله به له جسدونو سره په دغه ځای کې احتجاج ته دوام ورکړي.

له پېښوره د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې ویلي، چې د چهار شنبې په ماخوستن پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه، مظاهره کوونکي یې وشړل او جسدونه یې روغتون ته ولېږدول.

د وژل شویو کسانو جسدونه د سې شنبې په ورځ د قبایلي سیمې خېبر ایجنسۍ له باړې څخه موندل شوي وو او ځايي خلکو ادعا کوله، چې دغه کسان هغه چا ووژل چې یونیفورم یې اغوستي وو.

د چهار شنبې په ورځ د وژل شویو کسانو خپلوان له جسدونو سره پېښور کې د ګورنر دفتر مخې ته یو ځای شول او احتجاج یې پیل کړ.

دوی له حکومته غوښتل، چې په خېبر ایجنسۍ کې پوځي عملیات پای ته ورسوي، پوځ باید له سیمې ووځي، سیمه ییزې ستونزې باید د جرګو مرکو له لارې حل شي او له سخت دریځو سره خبرې اترې وشي.

د احتجاج په بهیر کې د خېبر پښتونخوا ایالت ګورنر مسعود کوثر د احتجاج کوونکو له استازو سره خبرې اترې وکړې او د پېښې په اړه یې د معلوماتو کولو لپاره د یوه خپلواک کمېسیون ټاکلو اعلان وکړ.

د ګورنر په وینا له واکه د ناروا ګټې اخیستونکو پر ضد به سخت اقدامات وکړي.

ګورنر مسعود زیاته کړه د سیمې د استازو جرګه به د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو په لړ کې راوبلل شي.

د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونه په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره موجود دي، که په دغه سیمه کې د امنیت د ټینګښت مسوولیت د سیمې خلک په غاړه واخلي، نو پوځ به سملاسي له سیمې ووځي.

"شلوبر سیمه کې له دې پېښې څه موده مخکې د پاکستان امنیتي ځواکونو پراخ پوځي عملیات کړي وو، چې له امله یې یو شمېر خلک له خپلو کورونو څخه کډه کولو ته اړ شوي وو."

د پاکستان امنیتي مقاماتو په باړه کې د ډزو د پېښو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ځايي خبریال ولي خان شینواري په وینا له پېښې وروسته په دغه سیمه کې حالت کړکېچن دي.

شلوبر سیمه کې له دې پېښې څه موده مخکې د پاکستان امنیتي ځواکونو پراخ پوځي عملیات کړي وو، چې له امله یې یو شمېر خلک له خپلو کورونو څخه کډه کولو ته اړ شوي وو.

په باړه سیمه کې پاکستاني پوځيان له تېرو څلورو کلونو راهیسې پټه خوله پوځي عملیات کوي او څوځله یې اعلان کړی، چې د دغې سیمې له ډېرو برخو یې سخت دریځي شړلي دي.

باړه کې د تېرو دریو کلونو په اوږدو کې داسې ډېر مړي موندل شوي، چې د ځايي اوسېدونکو په وینا د پوځي عملیاتو پر مهال تري تم کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .