"دویم ځلې هم د قربانۍ ورکولو لپاره چمتو یم"

د خپريدو وخت: 06:24 گرینویچ - سه شنبه 05 فبروري 2013 - 17 سلواغه 1391

۱۵کلنه ملاله د سوات په مینګوره کې د ‌طالبانو په یوه برید کې ټپي شوه.

د پښتونخوا ایالت په سوات کې د نجونو د زده کړو فعالې ملالې یوسفزۍ د ‌طالبانو په برید کې له ټپي کېدو څلور میاشتې وروسته لومړی ځل په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د زده کړو د ودې لپاره به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د نوموړې په وینا دا د دې لپاره دویم ځلي قرباني ورکولوته چمتو ده.

د ملالې دغه پیغام په یوه داسې کوټه کې ثبت شوی، چې په کې شاوخوا هغه زرګونه کارتونه پراته دي، چې نوموړې ته د ښې روغتیا غوښتنې پیغامونه په کې لېږل شوي دي.

ملالې په ویډیو کې په پښتو، انګلیسي او اردو ژبو خبرې کړې. ملالې په خپل پیغام کې ویلي" زه خبرې کولی شم، زه لیدی شم، زه هر یو وینم، زه نن خبرې کولای شم او زه ورځ تر بلې په ښه کېدو یم، دا یوازې د خلکو د دوعاوو برکت دی."

د نوموړې په وینا" ټولو خلکو راته دوعا کوله، د همدې دوعا په برکت مې له سره نوی ژوند پیل کړ، دا یو بل ژوند دی، یو نوی ژوند. ملالې زیاته کړه، زه دویم ځلې هم د قربانۍ ورکولو لپاره چمتو یم، زه غواړم هره ماشومه زده کړې وکړي او هر ماشوم زده کړې وکړي، زموږ په هېواد کې او په ټوله نړۍ کې سوله راشي او د سولې لپاره زه بیا هم قرباني ورکولو ته چمتو یم."

ملالې د خپل مرام په باره کې وویل:

"زه غواړم د خلکو خدمت وکړم، زه غواړم هره ماشومه او هر ماشوم زده کړې وکړي او د دې لپاره موږ د ملالې فنډ په نوم مرکز جوړ کړی. "

د هغې په خبره، د دې مرکز له لارې به د نجونو د زده کړو لپاره هڅې وشي، غوره ښوونځي به جوړ شي، چې په کې به نجونې معیاري زده کړې تر لاسه کړي. پنځلس کلنه ملاله د سوات په مینګوره کې د ‌طالبانو په یوه برید کې ټپي شوه او دا مهال يې د برتانیا د برمنګهم ښار په ملکه الزابیت روغتون کې درملنه کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .