پاکستان: واورو او بارانونو کې ۲۵ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 10:54 گرینویچ - سه شنبه 05 فبروري 2013 - 17 سلواغه 1391

د باران تر ټولو ډېره کچه د سوات په سیدوشریف کې ثبت شوې، چې ۱۷۵ ملي متره ده. ډاکټر عارف محمود

پاکستان کې له تېرو درې ورځو راهیسې د اورښتونو لړۍ روانه ده، چې ویل کېږي، له کبله يي د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

د خیبر پښتونخوا له ملاکنډ سیمې څخه د زیاتو کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي. د ځايي پولیسو په وینا د درنو واورو او ګڼ باران له کبله ۹ کسان د کورونو ړنګېدو له امله وژل شوي، ۱۳ ټپیان دي او پنځه کسان د واورو ښوېدو له کبله وژل شوي دي.

له چارسدې او مردان سیمو څخه هم د ۳ کسانو د وژل کېدو او ۷ کسانو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

بل لور ته په پنجاب ایالت کې د ګڼ باران له کبله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی. پنجاب کې له همدې کبله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ ښار کې دوه کسان یوه خوړ کې لاهو شوي او د یوه کور ړنګېدو له کبله یوه ښځه وژل شوې ده.

"له چارسدې او مردان سیمو څخه هم د ۳ کسانو د وژل کېدو او ۷ کسانو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي."

پاکستان کې د هوا پېژندنې ادارې مسوولینو ویلي، د سوات په مینګوره کې تر اوسه اته فوټه او شانګله کې شپږ فوټه واوره شوې.

د دې ادارې مشر ډاکټرعارف محمود بي بي سي ته وویل د بلوچستان په زیارت کې واوره اوري، چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې به دوام وکړي.

د نوموړي په خبره د باران تر ټولو ډېره کچه يي د سوات په سیدوشریف کې ثبت کړې، چې ۱۷۵ ملي متره ده.

د ګڼ باران او خراب موسم له امله د پلازمېنې اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر د ۱۲ ساعتونو لپاره تړل شوی دی.

د مسوولینو په وینا دغه هېواد کې به د اورښت اوسنۍ لړۍ تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې پای ته ورسېږي، خو ژر به دغه لړۍ بیا پیل شي، چې له دریو تر څلورو ورځو به دوام وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .