ملاله برتانيا کې تر عملياتو وروسته کور ته ستنه شوه

د خپريدو وخت: 16:43 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

د ملالې دوه عملياته وشول چې تر پنځو ساعتونو يې ډېر وخت وغوښت.

په برمېنګهم کې د روغتون چارواکو وويل چې دوى تر عملياتو وروسته د ملالې له بيا په پښو درېدا خورا خوښ دي.

د ملالې دوه عملياته وشول چې تر پنځو ساعتونو يې ډېر وخت وغوښت.

د روغتون چارواکي وايي ملاله به د لا نورې درملنې لپاره اوس په برمېنګهم کې په خپل موقتي کور کې دېره وي.

خو روغتون ته به څو ځله ورځي چې ډاکټران يې وګوري او و يې څاري.

څو ورځې وړاندې ډاکټرانو ويل چې دوى ګومان نه کوي چې ملاله دې بل عمليات هم وکړي.

ملاله تېره مياشت له روغتونه کور ته ستنه شوې وه خو د دغو وروستيو عملياتو لپاره بيا ورغلې وه.

دا تېر کال د وسله والو طالبانو له خوا په سر ویشتل شوې وه او په تېرو څو مياشتو کې يې د برتانيا په برمېنګهم ښار کې درملنه کېده.

١٥ کلنه ملاله يوسفزۍ د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په نهمه نېټه هغه وخت وويشتل شوه چې له ښوونځي له خپلو خورلڼو سره کور ته روانه وه.

وسله والو پاکستاني طالبانو ويل چې د ملالې له فکر سره دوى جوړ نه دي.

ملالې د نجونو د ښوونې و روزنې لپاره هلې ځلې کولې.

له بريده وروسته په پاکستان کې د ملالې له سره يوه مرمۍ و ايستل شوه او د نورې درملنې لپاره برتانيا ته راغله.

د دې وروستي عمليات د تېرې شنبې په ورځ (د فبرورۍ/ دويمه) ترسره شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .