بې ځایه شویو مسېدو احتجاج پیل کړ

د خپريدو وخت: 08:40 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

له کلي کور نه له وتلو وروسته دغه خلک له خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د قبایلي سیمې هغو اوسېدونکو په احتجاج لاس پورې کړی، چې څلور کاله مخکې په خپلو سیمو کې له پوځي عملیاتو وروسته کډوالۍ ته اړ شوي وو.

۲۰۰۹ کې پاکستاني پوځ په جنوبي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې د مسېد قوم نژدې ۵۰۰ زره کسان له خپلې سیمې ووتل او دا مهال د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې کډوال دي.

"دغه کسان اوس له پاکستاني حکومته خپلې سیمې ته د ستنېدو لپاره د اجازې غوښتنه کوي."

دغه کسان اوس له پاکستاني حکومته خپلې سیمې ته د ستنېدو لپاره د اجازې غوښتنه کوي.

د یوه احتجاج کوونکي شېرپاو مسېد ایډوکیټ په وینا " قبایلې ادارې لومړي سر کې د یوې اعلامیې له لارې ویلي و، چې د یوې اوونۍ په موده کې به سیمه له سخت دریځو پاکه شي، وروسته د څلورو اوونیو خبره وشوه او بیا څلور میاشتې تېرې شوې، خو اوس څلور کلونه کېږي". د نوموړي په وینا موږ غواړ، چې دغه عملیات سم لاسي ودرول شي.

د احتجاجي غونډې د یوه بل ګډونوال اسماعیل مسېد په وینا "موږ خپلو مېنو ته ستنېدو ته لیوال یو، له تېرو پنځو کلونو راهیسې مو اختر په کلي کور کې نه دی تېر کړی او نه هم په رخصتیو کې هلته تلای شو، له موږ سره خورا ډېر ظلم شوی."

له کلي کور نه له وتلو وروسته دغه خلک له خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. د احتجاجي غونډې ګډونوالو غوښتنه کوله، چې د دوی په سیمه کې ډرون بریدونه او پوځي عملیات ودرول شي او دوی ته اجازه ورکړل شي، چې خپلو مېنو ته ستانه شي. احتجاجیانو اعلان وکړ، چې د غوښتنو د منل کېدو تر مهاله به احتجاج ته دوام ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .