حکومت سره تر خبرو وروسته هم احتجاج روان دی

د خپريدو وخت: 17:09 گرینویچ - سه شنبه 19 فبروري 2013 - 01 کب 1391

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر راجا پرویز اشرف په بلوچستان کې د تندلارو پر ضد د ځانګړو عملیاتو امر کړی و.

مجلس وحدت المسلمین د احتجاج پای ته رسولو اعلان کړی و خو احتجاج کوونکو د دوی خبره ونه منله او حکومت سره تر خبرو وروسته یې احتجاج روان ساتلی.

د مجلس وحدت المسلمین مرستیال علامه امین شهیدي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت سره تر خبرو وروسته دوی د احتجاج ختمولو او د مړو خاورو ته د سپارلو اعلان کړی و خو د قربانیان خپلوان د دوی پریکړه ونه منله.

ښاغلي شهیدي زیاته کړه "زموږ د خبرو نه د شهیدانو خپلوان ډېر مهم دي، دی هغوي راضي کول ډېر ضروري دي"

علامه امین شهیدي وايي د قربانیان خپلوان دوه غوښتنې لري: د کوټې ښار دې پوځ ته وسپارل شي او په زندانو کې دې هغه بندیان اعدام شي چې ورته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

ښاغلی شهیدي ژمنه وکړه چې د دوي د غوښتنو په موخه به د حکومت سره یو ځل بیا خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان اطلاعاتو وزير قمر زمان کاېره ویلي و چې د تېرې ورځې راهیسې په کوټه کې د تندلارو پر ضد عملیات پیل شوي دي او تر اوسه پولیسو د هغه بمي بريد په تړاو له ۱۷۰ زيات کسان نيولي چې د شنبې (د فبروري ۱۶مه) په ورځ يې نژدې ۹۰ کسان ووژل.

"د قربانیان خپلوان دوه غوښتنې لري: د کوټې ښار دې پوځ ته وسپارل شي او په زندانو کې دې هغه بندیان اعدام شي چې ورته د مرګ سزا ورکړل شوې ده."

کوټه کې یوې خبري غونډې ته ښاغلي کاېره وویل تر هغې چې ټول مجرمان نه وي نیول شوي عملیات به روان وي.

د اطلاعاتو وزیر زیاته کړه چې د شیعیه هزاره وروڼو ټولې غوښتنې به عملي کوي او له دوی يې وغوښتل چې د احتجاج ختمولو هڅې پیل کړي.

له دې سره بل لور ته د ملي یووالي شورا د حکومت تر ډاډ وروسته د احتجاج ختمولو اعلان وکړ او له خپلو ملاتړو یې وغوښتل چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر راجا پرویز اشرف په بلوچستان کې د تندلارو پر ضد د ځانګړو عملیاتو امر کړی و.

به همدې ښار د جنورۍ میاشتې په ۱۰ د سنوکر په یوه کلب کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې شاوخوا ۹۲ کسان په کې ووژل او ۱۲۱ نور ټپي شول.

د هغو بریدونو پړه د لشکر جنګوي ډلې پر غاړه اخیستې وه او د ځینو رپوټونو له مخې همدې ډلې دا ځل هم د بریدونو پړه منلې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .