د پاکستان پښتانه په پښتو زده کړې غواړي

د خپريدو وخت: 10:57 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391

دا لاريون د پنجشنبې يا زيارت په ورځ (د فبروری۲۱ )چې د مورنۍ ژبو د نړيوالې ورځ سره سمون خوري د خيبرپښتونخوا ایالت مرکز پيښور په پوهنتون کې تر سره شوو.

لاريون کوونکو له حکومته وغوښتل چې په ټولې پښتونخوا کې دې د پښتنو لپاره لومړۍ او لوړې زده کړې په مورنۍ ژبه کړي او پښتو ژبه دې تدريسي، عدالتي او رسمي ژبه شي.

د پښتونخوا د محصلينو د ټولنې یو مشر احمد شاه یوسفزی وايي چې په مورنۍ ژبه زده کړې د هر انسان لومړنى حق دی او بايد چې پښتانه د خپل حق غوښتونکي شي.

یوسفزي وويل چې په پښتونخوا، بلوچستان او قبايلو کې ۵۰ ميليونه پښتانه اوسي خو دوی په خپلې مورنۍ ژبې د زده کړې حق نه لري.

د هغه په وينا په پيښور پوهنتون کې په پښتو ژبه کې د دوکتورا یا پي ايچ ډي ۱۰ څوکۍ دي او دوی په لاريون کې دا غوښتنه کړې چې دا برخه دې هم زياته شي.

ښاغلي یوسفزي د پښتونخوا په حکومت او افغان حکومت غږ وکړ چې د پښتو ژبې د معياري کولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

"په خپله مورنۍ ژبې زده کړې زموږ حق دی او پښتانه بايد د خپل حق د غوښتلو لپاره خپل اواز راپورته کړي"

محبوب خان

د لاريون یو بل ګډونوال محبوب خان وايي چۍ په پښتونخوا کې پښتانه په پښتو ليک لوست نه شي کولای او ځينې خو یی لا په پښتو خپل نوم نه شي ليکلای چې دا له پښتو او پښتنو سره د دۀ په وينا ستر خيانت دی.

محبوب خان وايي چې په خپله مورنۍ ژبې زده کړې زموږ حق دی او پښتانه بايد د خپل حق د غوښتلو لپاره خپل اواز راپورته کړي.

په پښتونخوا کې د ملت پاله پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خيبر پښتونخوا ایالت مشر مختيار خان یوسفزی وايي چې په مورنۍ ژبه زده کړه د انسانانو لومړنى بشري حق دی او پښتانه بايد خپل دا حق وغواړي.

ښاغلي يوسفزي تور ولگاوۀ چې پښتو هم په پښتونخوا کې د پښتنو په څيرقصدا محکومه پاتې شوې او په پښتونخوا کې ميشت په ميليونونو پښتانه د یو پلان له مخې په سيسټماټيک ډول په خپلې ژبې له زده کړو نه بې برخې شوي دي.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ هر کال د فبروري په ۲۱ مه لمانځل کیږي چې د ژبنۍ، کلتوري رنګارنګۍ او څوژبې زده کړې په اړه خبرتیا لوړه شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .