" مولوي فقیر محمد باید پاکستان ته وسپارل شي"

د خپريدو وخت: 05:49 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

د مولوي فقیر محمد نیول کېدل د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکارۍ او باور څرګندونه کوي. معظم علي خان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي پاکستانی ‌طالب قومندان مولوي فقیر محمد باید ژر تر ژره پاکستان ته وسپارل شي.

د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی معظم خان ویلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي زلمي رسول د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن حنا رباني کهر ته د مولوي فقیر محمد د نیول کېدو په اړه ویلي و.

د ویندوی په خبره زلمي رسول د چهارشنبې په ورځ له مېرمن کهر سره په ټیلیفوني اړیکه کې د مولوي فقیر محمد نیول کېدل تایید کړل.

ویندوی وویل، موږ هیله کوو، چې مولوی فقیر محمد به ژر تر ژره پاکستان ته وسپارل شي، ځکه د نوموړي لاسونه د ډېرو بې ګناه پاکستانیانو په وینو ککړ دي.

د ویندوي په خبره د مولوي فقیر نیول کېدل د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکارۍ او باور څرګندونه کوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل موږ هیله مند یو، چې هغه ټول کسان چې په پاکستان مخالفو فعالیتونو تورن دي، ونیول شي او پاکستان ته وسپارل شي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې له افغان حکومته غوښتنه شوې وه، چې مولوي فضل الله هم پاکستان ته وسپاري.

پاکستان ادعا کوي، چې مولوي فضل الله په کنړ کې موجود دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .