کوټه کې د سنیانو پر لاریون ډزې شوي

د خپريدو وخت: 11:43 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

پر لاریون له ډزو وروسته د دې ډلې کسانو د روغتون مخې ته احتجاج وکړ.

د کوټې ښار په لیاقت بازار کې د سنیانو پر یوه لاریون ډزې شوي، چې په پایله کې یې ۷ کسان ټپیان شوي.

جماعت اهل سنت والجماعت نومي سازمان د کوټې په نوا کلي نومي سیمه کې د ډزو په پایله کې د دوو کسانو له وژل کېدو وروسته د شنبې په ورځ کوټه ښار کې د اعتصاب اعلان کړی و.

د یاد سازمان یو شمېر مشرانو پر ځايي پولیسو تور لګولی، چې پر لاریون یې ډزې کړي. ټپیان د کوټې دولتي روغتون ته لېږدول شوي او د دوو ټپیانو روغتیايي حالت خواشینونکی بلل شوی.

د کوټې پولیسو یوه مشر فیاض احمد سنبل دغه تورونه رد کړل. د نوموړي په خبره دوی د پېښې په اړه پلټنې کوي. بل لور ته حکومتي چارواکو ویلي، چې په نواکلي کې وژل شوي دواړه کسان د فرقه ییز زور زیاتي په پېښو کې ښکېل وو.

"د دې وژنو پر ضد د احتجاج په توګه اهل سنت والجماعت د جمعې په ورځ د ښار دکانونه تړلي وو. پر لاریون له ډزو وروسته د دې ډلې کسانو د روغتون مخې ته احتجاج وکړ. "

د چارواکو په وینا دواړه کسان له ملېشه ځواکونو سره په متقابلو ډزو کې وژل شوي، خو د وژل شویو کسانو خپلوان وايي دغه کسان له کورونو ایستل شوي او وروسته وژل شوي دي.

د دې وژنو پر ضد د احتجاج په توګه اهل سنت والجماعت د جمعې په ورځ د ښار دکانونه تړلي وو. پر لاریون له ډزو وروسته د دې ډلې کسانو د روغتون مخې ته احتجاج وکړ.

کوټه کې د امنیت د غیر ډاډمن حالت له کبله دغه ځای ته د پولیسو او ملېشه ځواکونو نور سرتېري هم لېږل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .