د وزيرستان مشهور خبريال ووژل شو

د خپريدو وخت: 17:57 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

د شمالي وزيرستان مشهور خبريال ملک ممتاز د فبرورۍ په ٢٧ مه نېټه ناڅرګندو وسله والو وواژه او وژونکي په تېښته بريالي شول.

ملک ممتاز له دوو پاکستاني خصوصي تلوېزيونو خيبر او جيو نيوز او يو شمېر نورو رسنيو سره کار کاوه.

د بي بي سي پښتو راډيويي خپرونو هم کله نا کله ورسره د وزيرستان پر مسايلو مرکې کړې وې.

ملک ممتاز د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې خپل کور ته پر لاره و چې د ناپېژانده وسلوالو له خوا په چشمه پل سيمه کې بريد پرې وشو.

په شمالي وزيرستان کې ځايي امنيتي مسوولين وايي چې په دې اړه پلټنې پيل شوي دي.

ملک ممتاز شاوخوا ٥٠ کلن و. دۀ دوه زامن او يوه لور لرل.

د دۀ د وژلو پړه لا تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې.

عيني شاهدان وايي د تورو شيشو يو موټر چې وسله وال په کې سپارۀ وو ظاهرآ د ملک ممتاز ستنېدو ته په لاره کې ولاړ وو.

څو ورځې وړاندې ملک ممتاز د ميرانشاه د خبريالانو د ټولنې يا پريس کلب مشر ټاکل شوى و.

څو کاله وړاندې هم په شمالي وزيرستان کې د حيات الله په نوم يو بل مشهور خبريال وژل شوى و.

پاکستان يو له هغو هېوادونو دى چې ډېر خبريالان په کې وژل شوي او بريدونه پرې شوي دي.

د خبريالانو د ژغورنې د نړيوالې ادارې له شمېرو سره سم تېر کال په پاکستان کې ۱۲ خبريالان وژل شوي وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .