"مذاکراتو لپاره د پاکستاني پوځ پرمختګ ته منتظر یو"

د خپريدو وخت: 07:32 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

د خبرو لپاره د رابلل شوې جرګې غړي صادق شېراني ویلي، پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنیو مسوول طالبان نه دي.

پاکستاني طالبانو د مذاکراتو لپاره د ټول ګوندي کنفرانس رابللو هرکلی کړی، خو د دوی په خبره د سولې په خبرو کې دوی د قوت د مرکزي سرچینې، پاکستاني پوځ د پرمختګ لپاره انتظار کوي.

له بي بي سي سره خبرو کې د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان ویلي، چې د طالبانو سیاسي شورا د جمیعت علما پاکستان ګوند له لوري د ټول ګوندي کنفرانس رابللو هرکلی کړی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې احسان الله احسان وویل، که سیاسي مشرتابه د سولې خبرو ته لیوالتیا ښيي او پاکستاني پوځیان یې نه ښيي، نو دا خبرې به بې پایلې وي، ځکه د نوموړي په خبره پاکستان کې د ځواک محور د دغه هېواد پوځ دی.

هغه زیاته کړه، موږ له پیله دا خبره کړې، چې سیاسي مشران باید موږ ته د پوځ تضمین راکړي، له پوځه پرته دغه مذاکرات نیمګړي دي.

بل لور ته له طالبانو سره د خبرو لپاره د رابلل شوې جرګې غړي صادق شېراني ویلي، پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنیو مسوول طالبان نه دي.

"پاکستاني طالبانو د تېرې فبروري په دریمه یو ځل بیا پاکستاني حکومت ته د خبرو وړاندیز وکړ."

د نوموړي په وینا پاکستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ مسوولیت د طالبانو پر غاړه نه دی، د ترهګرۍ لاملونه ډېر دي، پاکستان کې د ترهګرۍ لامل کورني او بهرني عنصرونه دي.

پاکستاني طالبانو د تېرې فبروري په دریمه یو ځل بیا پاکستاني حکومت ته د خبرو وړاندیز وکړ.

د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان هغه مهال په یوه ویډیويي پیغام کې د مذاکراتو د بلنې تر څنګ د دریو پاکستاني ګوندونو پر مشرانو مولانا فضل رحمان، نوازشریف او منور حسن باور څرګند کړی و.

نوموړي ویلي وو، که دغه درې کسان د پاکستاني پوځ له لوري ضمانت وکړي، نو مذاکرات به بریالي وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .