د نوبل جایزې لپاره د ملالې په شمول ۲۵۹ نومونه

د خپريدو وخت: 07:51 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

سږ کال د ملالې نوم د دې جایزې لپاره د ډېرو د خوښي وړ دی. د اوسلو د سولې تحقیقاتي مرکز مشر

سږ کال د سولې د نوبل جایزې د نوماندۍ لپاره ټولټال ۲۵۹ نومونه تر لاسه شوي، چې په کې سوات کې د طالبانو په برید کې د ټپي شوې ملالې یوسفزۍ نوم هم شامل دی.

د نوبل جایزې اعلان کونکې کمیټۍ د نوماندانو تر لاسه شوي نومونه نه اعلانوي، خو هغه چې د نوماندۍ حق لري، خپل نومونه اعلانوي.

د سږ کال د نوماندانو په نوملړ کې له ملالې سره سره د امریکايي پوځي بریډلي مېننګ نوم هم شامل دی، چې ویکیلیکس ته یې د امریکا پټ اسناد ورکړي وو. له دې سره د ۵۰ سازمانونو نومونه هم نوماندۍ ته ورکړل شوي دي.

د ناروې د نوبل کمیټۍ سکرتر وايي:

"سږکال له ټولې نړۍ څخه د نوماندانو، نومونه تر لاسه شوي دي، په دې نوماندانو کې د مشهورو کسانو نومونه شته، د ولسمشرانو او لومړي وزیرانو تر څنګ د یو شمېر نوم ورکو کسانو نومونه هم شته، چې له بشر سره د مرستې لپاره کار کوي او د بشري حقونو د یو شمېر کسانو نومونه هم شته."

پروسږ کال د سولې نوبل جایزه اروپايي اتحادیې ته ورکړل شوه، خو ټول په دې اړه یوه خوله نه وو. انتقاد کوونکو ویل، چې د سولې جایزه هغې اتحادیې ته ورکړل شوه، چې له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ ده.

د سږ کال د سولې جایزې لپاره د نومونو استولو وروستۍ نېټه د فبرورۍ لومړۍ ورځ وه. سږ کال د بل هر وخت په پرتله ډېر نومونه تر لاسه شوي دي. له دې مخکې د ۲۰۱۱ کال لپاره د نوماندۍ ۲۴۱ نومونه تر لاسه شوي وو.

د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي په راپور کې د اوسلو د سولې تحقیقاتي مرکز د مشر له قوله ویل شوي، چې سږ کال د ملالې نوم د دې جایزې لپاره د ډېرو د خوښي وړ دی.

د نوموړي په وینا له دې وروسته کانګو کې په نړیواله کچه د جنسي تېري پر ضد فعالیت کوونکي ډاکټر ډېنس مکویګ نوم راځي. هغه زیاته کړه له دې وروسته د روسیې د دریو فعالانو نومونه دي، چې د بشري حقونو لپاره کار کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .