د پېښور جومات چاودنې شپږ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 12:17 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391
پېښور

د روان کال په تېرو لومړیو میاشتو کې خیبر پښتونخوا کې نژدې پنځوس خونړۍ چادنې او ترهګریز بریدونه شوي.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه خیبر پښتونخوا پېښور یوه جومات کې چاودنې لږترلږه شپږ کسان وژلي او نژدې دېرش نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه د ماسپښین د لمانځه پرمهال شوې، چې لمونځ کوونکي جومات ته د لمانځه لپاره تللي وو.

د پېښور د پولیسو یوه افسر خالد همداني وویل، چاودنې ۲۸ کسان ټپیان کړي هم دي.

ځايي خلکو ویلي، په وژل شویو کې د جومات ملا امام هم دی.

د پېښور مینا بازار جامع چشتیان جومات د ننه چاودنې شوې ده.

پولیس وايي، چې په جومات کې د لمانځه پرمهال کوم سیاسي شخصیت نه و.

مینا بازار د ښځینه توکو په پلورنې مشهور دی.

محراب

پولیس وايي، چاودېدونکي توکي له محراب سره نژدې اېښودل شوي وو، چې په وینا یې د ریموټ کنټرول په وسیله چوول شوي.

چاودنې د جماعت د لمانځه پرمهال شوې ده.

چاودنې د جومات ودانۍ سخته زیانمنه کړې ده.

"له تېر یوه کال راهیسې پر جوماتونو بریدونه او په جوماتونو کې د چاودېدونکو توکو اېښودلو خلک اندېښمن کړي دي."

ځايي دوکاندارانو ټپي شوي کسان ژر نژدې روغتون ته وړي دي.

تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

خو تر ډېره د دا ډول چاودنو او بریدونو پړه پاکستاني طالبان پرغاړه اخلي.

د مینا بازار دوکاندارانو او هلته موجودو خلکو د پولیسو او حکومت ضد احتجاج وکړ او د ترهګرۍ په مهارولو کې یې پاتې وبلل.

له تېر یوه کال راهیسې پر جوماتونو بریدونه او په جوماتونو کې د چاودېدونکو توکو اېښودلو خلک اندېښمن کړي دي.

تېره اوونۍ د کراچۍ د استوګنې په یوه سیمه کې د ګاډي په مټ چاودنه وشوه، چې لږترلږه پنځوس کسان یې ووژل او نژدې دوه سوه نور یې ټپیان کړل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .