شمالي وزیرستان کې بې پېلوټه الوتکې وژنې کړي

د خپريدو وخت: 11:19 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

په شمالي وزیرستان کې له رپوټونو سره سم د افغانستان د طالبانو د حقاني شبکې مشرتابه او د القاعدې ځینې وسله وال مېشت دي.

پر شمالي وزيرستان د یوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې يوې دولتي سرچينې رسنیو ته ويلي چې د دته خېلو سيمې ته نژدې د بې پیلوټه الوتکې برید شوى دى.

دغه سرچینه ادعا کوي چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور دوه توغندي توغولي چې څلور کسه يې وژلي او يو یې ټپي کړی دى.

تر برید وروسته ځايي خلکو مړي له نړېدلي کور له پاتې شونو ایستلي دي.

دوی وايي عمومآ دغه چاره هم ډېره خطرناکه وي ځکه چې د دویم برید خطر په کې وي.

يوه ځايي اوسېدونکي رسنیو ته وويل چې تر بريده وروسته هم تر څو ساعتونو بې پيلوټه الوتکې په هوا کې ګرځېدلې.

ځايي چارواکو تر اوسه نه دي ويلي، چې وژل شوي کسان عام وګړي دي او که د القاعدې یا طالبانو غړي چې عمومآ يې د په نخښه کېدو ادعا کېږي.

پاکستاني حکومت تل د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو نیوکې کړي او وايي دا يې پر خاورې تېری دی.

خو ځینو رپوټونو ښوولې چې په ډېرو بریدونو کې د اسلام اباد هوکړه هم وي.

پاکستاني چارواکي دا خبره ردوي.

په شمالي وزیرستان کې له رپوټونو سره سم د افغانستان د طالبانو د حقاني شبکې مشرتابه او د القاعدې ځینې وسله وال مېشت دي.

کابل او واشنګټن له ډېره وخته پر اسلام اباد غږ کړی چې د دغو وسله والو پر ضد پوځي عملیات وکړي خو تر اوسه پورې د پاکستان پوځ ګام نه دی اخیستی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .