م م: تر ۴۰ زره ډېر تیرا وال کډوالۍ ته اړ شوي

Image caption د مرستنیدویه ادارو کارکوونکي په توغ سرای، جلوزو او نیو دراني کمپونو کې د کډوالو د ثبت په چارو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د ادرې چارواکي وايي له قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ څخه د نښتو له امله له ۴۰ زره ډېر کسان کډه کولو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا دغه کډوالي تېره اونۍ پیل شوې او ډېر کډوال ماشومان او ښځې دي.

د کډوالو کورنیو کوهاټ، هنګو، پېښور او کورمې سیمو ته مخه کړې.

قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو پر مهال د بېړنیو مرستو کارکوونکي د کډوالو نومونه ثبت کوي او کېږدۍ، خواړه او نور اړین مواد ورکوي.

دغه راز د لارو په اوږدو کې ماشومانو ته د ناروغیو ضد واکسین هم ورکول کېږي. د مرستندویه فعالینو په وینا د تېرا په باغ میدان سیمه کې ۱۰ زره کورنۍ د دې نښتو له امله اغېزمنې شوې.

د مرستنیدویه ادارو کارکوونکي په توغ سرای، جلوزو او نیو دراني کمپونو کې د کډوالو د ثبت په چارو بوخت دي. ټاکل شوې وه، چې په جلوزو کې د مارچ له ۱۷ وروسته د کډوالو د ثبتولو چاره پیل شي، خو د یوې چاودنې له کبله دغه لړۍ په ټپه ودرېده.

د هغې چاودنې له کبله ۱۷ کسان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول. پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو له مخکې د سیمې د حالاتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

د فبرورۍ په لومړیو کې د خیبر ایجنسۍ په تېرا سیمه کې د درنو واورو له اورېدو سره سره د څلورو سخت دریځو ډلو تر منځ جګړه هم ونښته.

دغه سیمه له ستراتېژیک پلوه خورا مهمه بلل کېږي. له همدې ځایه افغانستان ته او بل لور ته د پاکستان په شمال کې پاکستاني پوځ ته اکمالاتي لارې تېرېږي. د دې سیمې جنوب ته اورکزی ایجنسۍ موقعیت لري، چې پاکستان طالبان په کې څرګند نفوذ لري.

ورته مطالب