د پاکستان ټولټاکنې او د سياسي ګوندونو هلې ځلې

Image caption د ټولټاکنو له اعلان سره د دغه هېواد لروبر ټاکنيز بهير او د سيالۍ هلې ځلې پيل شوې دي

د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکې مې پر ۱۱ مه ترسره کېږي. د ټولټاکنو له اعلان سره د دغه هېواد لروبر ټاکنيز بهير پيل شوی او سياسي مشرانو په کې د زياتو څوکيو ګټلو لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

سياسي ګوندونو په بېلابېلو سيمو کې د رايو ورکونې سياليو ته خپل فعال کارکونکي يا مشران نومولي دي.

خو په دغو سيالانو کې ځينې کانديدان بيا داسې دي چې د خپل ګوند مشرتابه په توګه په خپلو خپلو سيمو کې ډېر شهرت لري.

په خېبر پښتونخوا کې په ځينو انتخابې حلقو (ټاکنيزو کړيو) کې د سياسي ګوندونو مشرانو ترمنځ د سختې سيالۍ اټکل کېږي.

د مرکزي ښار له يوې انتخابي حلقې نه د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان به د عوامي نشنل ګوند او د پخواني مرکزي وزير غلام احمد بلور مقابله کوي.

له دغې حلقې به د نورو سياسي ګوندونو لکه پاکستان پېپلز (خلکو) ګوند، مذهبي جمعيت علمای اسلام ګوند او د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند کانديدان هم په ټاکنو کې سيالۍ ته درېږي.

پېښور ښار د عوامي نشنل ګوند کانديد غلام احمد بلور پياوړی مرکز ګڼل کېږي.

خو په دغې حلقې کې اوس د تحريک انصاف د مشر عمران خان د شهرت زياتوالي رپوټونه هم ترلاسه کېږي.

په پېښور کې د سياسي چارو کارپوه عقيل يوسفزی وايي د مذهبي ګوند جماعت اسلامي او تحريک انصاف ترمنځ په پېښور کې سياسي اتحاد د عوامي نشنل ګوند لپاره يوه لويه ننګونه جوړېدی شي.

د ګونديزې مشرتابه سيالۍ

په خيبر پښتونخوا کې نورو مخکښو سياسي مشرانو هم ځانونه کانديد کړي دي.

د مذهبې ګوند جماعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د ډېره اسماعيل خان نه له دوو انتخابي حلقو نه په ټاکنو کې سيالۍ ته ولاړ دی.

په دغو حلقو کې ښايي د مولانا فضل الرحمان مقابله د پېپلز ګوند د غړي او د ملي اسمبلۍ د پخوانې مرستيال رئيس فيصل کريم کوڼدي سره وي.

Image caption د پاکستان سږنيو ټاکنو کې د عوامي نشنل ګوند له ننګونو سره مخامخ دی

د پښتو فلمونو ستورې مسرت شاهين هم ټټر وهلی چې دا به په ټاکنو کې د مولانا فضل الرحمان سيالۍ ته درېږي.

کتونکي وايي د مولانا فضل الرحمان لپاره به راتلونکو ټاکنو کې مقابله سخته وي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان له چارسدې نه په ټاکنو کې برخه اخلي.

چارسده چې د عوامې نېشنل ګوند د مشرتابه دوديز ټاټوبی او هم پياوړی مرکز ګڼلی شي، د ۲۰۰۲ ټولټاکنو کې د متحده مجلس عمل يو کانديد ټاکنې ګټلې وې.

سياسي کارپوهان باور لري چې مذهبي ګوندونه عوامي نشل ګوند ته په دې حلقه کې له سختې مقابلې سره مخامخ کولی شي.

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو به د چارسدې له يوې بلې انتخابې حلقې نه په ټاکنو کې برخه اخلي.

افتاب احمد خان شېرپاو، چې څه موده وړاندې له پيپلز (خلکو) ګوند جلا شوی، پخ پخوانيو ټاکنو کې تل دغه څوکۍ ګټلې ده.

خوکارپوهان وايي په دې حلقه کې عوامي نشنل او ځيني مذهبې ګوندونه افتاب شېرپاو له ننګونې سره مخ کولی شي.

ورته مطالب