پېښور کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی

Image caption له پېښې وروسته پوځ سیمه محاصره کړې او په تګ راتګ یې بندیز لګولی.

د خېبر پښتنونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې پنځه کسان وژل شوي. د پېښور پولیسو په وینا دغه برید د جمعې په ګهیځ ( مارچ ۲۹ ) د صدر بازار په فخرعالم روډ سیمه کې وشو، چې له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده.

د پېښور پولیسو یوه افسر خالد محمود همداني بي بي سي ته وویل، چې بریدګر پلي و او د فرنټیرکور نومي امنیتي ځواک د قوماندان مجید مروت د ګاډو کتار یې په نښه کړ، چې له سیمې د تېرېدو په حال کې و.

د پولیسو افسر په وینا چاودنه کې د مجید مروت ګاډي ته زیان و نه رسېد، خو ورسره ګاډو ته زیان اوښتی.

د نوموړي په خبره خپله مجید مروت ته هم کوم زیان نه دی اوښتی، ځکه د برید پر مهال د هغه ګاډی مخکې تېر شوی و. د پولیسو په وینا تر اوسه په برید کې د پنځو کسانو وژل کېدل تایید شوي او د فرنټیر کانسټبلري د څلورو عسکرو په شمول ۱۲ کسان ټپیان دي.

له پېښې وروسته په سیمه کې مرستندویه فعالیتونه پیل شوي او جسدونه او ټپیان د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې ځای ته څېرمه د پاکستاني پوځ د تالاشۍ پوسته ده او له همدې ځایه پوځي مرکز ته لار غځېدلې. له پېښې وروسته پوځ سیمه محاصره کړې او په تګ راتګ یې بندیز لګولی.

ورته مطالب