پښتونخوا کې پر انتخاباتي کمپاین چاودنه شوې

Image caption خېبر پښتونخوا کې د امنيتي لاملونو له امله سياسي منډې ترړې پيکه دي

د پاکستان د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د ايالتي اسمبلۍ د پخواني غړي پر انتخاباتي کمپاين د ماين چاودنې په پايله کې دوه کسه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د بنو پوليس وايي دغه زوروره چاودنه نن (يکشنبه، ۳۱ مارچ) هغه مهال وشوه چې د عدنان وزير د موټرو کاروان جاني خېلو ته د يوې انتخاباتي غونډې لپاره روان وو.

دوی وايي په ټپيانو کې عدنان وزير هم شامل دی، خو روغتيايي حالت له خطره وتلی بلل شوی دی.

پوليس وايي په دغه چاودنه کې يو شمېر موټرو ته زيان هم رسېدلی دی.

راپورونه وايي وژل شوي کسان پخپله د بنو اوسېدونکي دي، او ټپيان د دغې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

عدنان وزير تر دې وړاندې د پاکستان د عوامي نشنل ګوند غړی وو، خو اوس په خپلواک ډول انتخاباتو ته درېدلی دی.

په وروستيو کلونو کې د پاکستان د عوامي نشنل ګوند په ډېرو مشرانو بريدونه شوي دي.

تېر کال د ډسمبر په ۲۲مه د دغه ګوند پر يوې غونډې د ځانمرګي بريد په پايله کې د ايالتي وزير بشير بلور په ګډون نهه کسه ووژل شول.

په خېبر پښتونخوا کې د امنيتي لاملونو له امله سياسي منډې ترړې پيکه شوي او عوامي نشنل ګوند له همدې امله د لويو غونډو د جوړولو پر ځای کور په کور د ټاکنيزو منډو ترړو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان عمومي ټاکنې په راتلونکې مې مياشت کې ترسره کېږي.

ورته مطالب