پېښور کې پر برېښنا کوټ ډله ییز برید شوی

Image caption دغه برېښنا کوټ د خیبر ایجنسۍ اکاخیلو قبایلي سیمې ته نژدې موقعیت لري.

د خیبر پښتونخوا ایالت مرکزي ښار پېښور ته څېرمه د بډه بېرې په سیمه کې نامعلومو وسله والو پر یوه برېښنا کوټ برید کړی او اووه کسان يې وژلي دي.

له بریده وروسته د برېښنا ادارې څلور کسان بې درکه شوي دي. د ځايي پولیسو په وینا وسله والو د اپریل لومړۍ او دویمې نیټې تر منځ شپې مهال په شیخ محمدي نومي کلي کې پر برېښنا کوټ برید وکړ او په باروتو یې والوځاوه.

د پولیسو په وینا برید ګرو د پېښې په ځای کې موجود کسان ووژل او د پولیسو په شمول یې نهه کسه له ځان سره بوتلل. د برېښنا کوټ له ۹ کسو تښتول شویو کارکوونکو څخه د ۵ کسانو مړي وروسته په نژدې سیمه کې وموندل شول.

د پاکستان د برېښنا ادارې (پېسکو) ویندوی شوکت افضل بي بي سي ته وویل، چې په وژل شویو کې څلور د برېښنا کوټ کارکوونکي او څلور پولیس دي.

د نوموړي په خبره د برېښنا کوټ څلور کارکوونکي اوس هم بې درکه دي.

نوموړي زیاته کړه، برید ګرو د برېښنا کوټ دیوال د راکټ په ګولۍ وویشت او ورننوتل. د ویندوی په وینا برید ګرو د چاودېدونکو موادو پر مټ د برېښنا کوټ د کنټرول سیسټم ویجاړ کړ، چې له امله یې د یو شمېر سیمو برېښنا قطع شوه.

د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د پېښې په اړه څېړنه کوي. دغه برېښنا کوټ د خیبر ایجنسۍ اکاخیلو قبایلي سیمې ته نژدې موقعیت لري.

ورته مطالب