پېښور: د عوامي نیشنل ګوند پر کاندید برید شوی

Image caption پاکستان کې له ټاکنیز مهال وېش اعلانېدو وروسته دا دویم برید دی، چې په خېبر پښتونخوا کې شوی.

د خېبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د یوې چاودنې له کبله د عوامي نینشنل ګوند ځايي مشر ارباب ایوب جان او درې نور کسان ټپیان شوي دي. ارباب ایوب جان پخوانی ایالتي وزیر دی او د پاکستان د راتلونکو ټاکنو لپاره هم کاندید دی.

له پېښې وروسته ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او ځايي پولیسو څېړنه پیل کړې ده. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

پاکستان کې له ټاکنیز مهال وېش اعلانېدو وروسته نوموړی دویم کاندید چې په خېبر پښتونخوا کې پرې برید شوی. له دې مخکې په بنو سیمه کې د یوه بل پخواني ایالتي وزیر عدنان وزیر پر ټاکنیز کمپاین ریموټ بم برید وشو، چې له کبله یې دوه کسان ووژل شول او خپله عدنان وزیر هم په هغه پېښه کې ټپي شو.

عدنان وزیر د عوامي نېشنل ګوند غړی و، خو اوس یې دغه ګوند پرې ایښی او د خپلواک کاندید په توګه په ټاکنو کې برخه اخلي. پر عدنان وزیر د شوي برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی و.

پاکستاني طالبانو د عوامي نېشنل ګوند، پیپلزګوند او ایم کیو ایم ګوندونو پرټاکنیزو لاریونونو او غونډو د بریدونو ګواښ کړی او د سند ایالت په حیدراباد ښار کې هم د پنجشنبې په ورځ ( اپریل۱۰ ) د ایم کیو ایم ګوند یو کاندید په نښه شو.

ورته مطالب