د پېښور ټاکنيزې غونډې بريد کې ۱۷ کسان وژل شوي

Image caption د چاودنې له امله غلام احمد بلور برسېرن ټپي شوی.

د خېبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند غونډې ته نژدې بمي چاودنه کې ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان دي. بل لور ته د پاکستاني طالبانو ویاند د دغه برید مسوولیت منلی.

چاودنه د پېښور په یکه توت سیمه کې هغه مهال وشوه، چې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر غلام احمد بلور هم په غونډه کې شامل و.

د چاودنې له امله غلام احمد بلور برسېرن ټپي شوی، چې روغتون ته ولېږدول شو، خو په وژل شویو کې د پولیسو د یوه مشر په ګډون شپږ عسکر شامل دي.

بل لور ته د پاکستاني طالبانو ویاند د دغه برید مسوولیت منلی. د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان ویلي، د عوامي نېشنل ګوند پر غونډه یې د سیکولر پالیسي پر مخ بیولو له کبله برید کړی.

د عوامي نشنل ګوند جګپوړی چارواکی غلام احمد بلور چې تېر حکومت کې يې د رېلوې وزارت دنده پر غاړه وه، د پوليسو په وينا له څرښنده ټپونو سره له چاودنې ژوندی وتلی دی.

دغه ګوند د ۲۰۰۸ کال ټاکنو کې له بري وروسته پر خيبر پښتونخوا ایالت حکومت کاوه، چې له تاوتريخوالي او زورزياتي پېښو سره لاس او ګرېوان و.

د پېښې په اړه د عوامي نشنل ګوند له چګپوړي چارواکي ميا افتخار حسين سره مرکه دلته اورېدی شئ:

ازادې او عادلانه ټاکنې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو وياند پاټريک وېنټرېل وويل امريکا د تاوتريخوالي ټوول هغو پېښو غندنه کوي چې پاکستان کې سياسي کانديدان او مشران په نښه کوي.

ده وويل همه ده چې ټاکنې په يوه سوله ييز چاپېريال کې ترسره شي:

"دا مهمه ده چې د دې په څېر تاوتريخوالی به پاکستاني خلک د يوه سوله ييز، ښېرازه او ډيموکراټيک هېواد پر لور له خپلو هيلو وانه ړوي."

د پاکستان ټولټاکنې چې د راتلونکې مې پر ۱۱ مه ترسره کېدونکي دي، تمه ده له مخې يې له ملکي نه ملکي واکمنۍ ته د واک لومړۍ لېږدونه وي.

ښاغلي وېنټرېل زياته کړه هېواد يې پاکستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدا تمه لري:

"موږ پر له پسې ازادو او عادلانه ټاکنو ته سترګې پر لار يو، چې له مخې به يې واک په سوله ييز ډول لېږدي. موږ ګورو چې دغه تاريخي ټاکنې داسې پړاو ښيي چې لومړي ملکي حکومت په کې د پاکستان تاريخ کې خپله موده پوره کړه، چې ورسره يې د يو نوي ملکي حکومت پر لور ټاکنو ته لار جوړه کړه."

Image caption د پاکستان طالبانو ويلي د پېښور سې شنبې/نهې بريد هم دوی ترسره کړی دی

د سې شنبې برید له ځايه ځايي ټلوېزيونونو د ګاډيو ژوندي انځورونه خپرول چې اور پرې بل و، او خلکو هڅه کوله چې د لوګيو ورېځو کې دننه ټپيانو ته ځانونونه ورسوي.

عوامي نشنل ګوند له هغو دريو ګوندونو دی چې د پاکستاني طالبانو وياند له خوا د ټاکنو پر مهال خپلې روا موخې په ګوته شوې دي.

دوه نور ګوندونه کراچۍ مېشته مهاجرو متحده قومي غورځنګ (MQM) او د پاکستان د خلکو ګوند دي.

دری واړه ګوندونه سکيولر تګلارې لرې، او د پاکستان تېر حکومت ائتلاف کې سره شريکان وو، چې خپله ۵ کلنه موده يې تېره مياشت پوره کړه.

ورته مطالب