د پښتو موسيقۍ يو بل ستوری پرېوت

Image caption زېب خان يې نور د مينه والو ترمنځ نه شته، خو په وتلو سندرو او موسيقۍ به يې ياد تل پاتې او ژوندی وي.

مرګ د پښتو موسيقۍ له اسمان يو بل ستوری پنا کړ. زېب خان چې لا ځوان او د خپل عمر پاخه پړاو درشل کې و، د يکشنبې ورځ د اپرېل پر ۲۱ مه د زړه له حملې ساه ورکړه.

زېب خان د سوات له ښکلې درې د پښتو موسيقۍ ټاټوبي کې زېږېدلی، او کله چې را لوی شوی، زده کړې يې کړي، بيا يې له سندرو سره په خپله مينه، د موسيقۍ ډګر کې پل ايښی او په خپل خواږه غږ يې پښتو موسيقۍ لا رنګينه او شتمنه کړې ده.

د زېب خان په سندرو کې هم سوز و، او هم ساز. دی هم د مايکروفون ترشا موسيقۍ کې ځلېده، او هم يې بيا د موسيقۍ پر دريځ د سندربوللې ستوري ځلا کوله.

"مورې! په مينه مينه چې راګورې!" د ده هاغه سندره ده، چې کېدی شي د پښتنو ميندو، او ان هرې هغې مور مينه يې پرې ماته کړې وي، چې غوښتل يې د خپل زوی د زړه له تل د خپلې مينې غږ واوري.

"ښکلی دی کابل، خو کندهار له چا نه کم دی، تل دې اباد اوسي ننګرهار له چا نه کم دی" د زېب خان بله سندره ده، چې د سواتيانو په وينا له خپل "مورني ټاټوبي افغانستان" سره يې په کې مينه د خپل زړه له تله ايسته.

په دې سندره کې د ده مينه له ورايه پرېښي چې د افغانستان نژدې پل پل يې ياد کړی او ستايلی دی، او د لرو بر ترمنځ د تړاو مزي يې لا غځولي او پياوړي کړي دي.

زېب خان ريښتینی سندربولی و، ټپې يې ويلې لکه چې ويل يې "د ګل په شانې زما زړګی دی««« زخمي يې نه کړې ستا لېونی دی".

عشق او مينه يې په خپل سندريز اواز راغبرګه کړې، او په خپله ځانګړې سندريزه بڼه يې پښتو موسيقۍ کې د خپل غږ ځای او د موسيقۍ خپله هنري وړتيا ثابته کړې وه.

زېب خان په "بلبل لالۍ جانه، مستې سيالۍ جانه" سندره خپله ځوانه ولوله مستوله، او هم يې په ځوانانو کې د اتڼ مستۍ ځواک را ويښاوه، چې په ځپلو څڼو به يې د خوښيو محفلونه نور راپاڅول، مستول او هم رنګينول.

زېب خان چې هم به يې سندره چاڼوله او هم د سندرې توري او خبرې، که څه هم د ګوتو په شمېر البومونه يې خپاره شوي، خو ځينې سندرو يې اوږد مهاله او تل پاتې اغېز پرې ايښی دی.

کېدی شي يوه يې "ای رخ زېبا مرحبا" هم وي، چې د سندرې خوند او رنګ دواړه ترې احساسېږي.

دی يې د کورنۍ په وينا تېره نژدې موده کې ناروغ شوی، چې ورسره يې هنري فعاليت هم درېدلی و.

زېب خان يې نور د مينه والو ترمنځ نه شته، خو په وتلو سندرو او موسيقۍ به يې ياد تل پاتې او ژوندی وي.

ورته مطالب