وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو بمي برید شوی

Image caption د پوځ یو ګاډی پر هغه بم ور برابر شو، چې د لارې په اوږدو کې تر یوه پله لاندې اېښودل شوی و.

شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه اکمالاتي کتار بمي برید شوی.

شمالي وزیرستان کې یوه پوځي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې برید د یکشنبې په ورځ ( اپریل ۲۱ ) د پوځ پر هغه اکمالاتي کاروان شوی، چې له بنو سیمې څخه د شمالي وزیرستان مرکز مېرانشا ته پر لاره و.

د نوموړي په وینا له کجوري سیمې نه د تېرېدو پر مهال د پوځ یو ګاډی پر هغه بم ور برابر شو، چې د لارې په اوږدو کې تر یوه پله لاندې اېښودل شوی و.

د هغه په خبره بم د ریموټ کنټرول په وسیله وچاودېد او له کبله یې درې پوځيان ووژل شول.

د نوموړي په وینا د چاودنې له امله څلور پوځیاڼ ټپیان شوي دي، چې د بنو پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

شمالي وزیر ستان کې له دې مخکې هم پر پاکستاني پوځیانو بریدونه شوي.

د سږ کال په لومړیو کې هم دغه سیمه کې د پاکستاني پوځ یو ګاډی پر ماین وخوت، چې د چاودېدو له کبله یې ۱۴ پوځیان ووژل شول او ۱۱ ټپیان شول.

ورته مطالب