پېښور: ځانمرګي د افغان کونسلګرۍ دوه کارکوونکي ووژل

Image caption پاکستان کې د ټولټاکنو د مهال وېش له اعلان سره سم پېښور کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

د خیبر پښتنونخوا په مرکزي ښار پېښور کې ځايي پولیسو ویلي، د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان دي.

پېښور کې افغان کونسل سید محمد ابراهیم خېل بي بي سي ته ومنله، چې چاودنه کې د افغان کونسلګرۍ دوه کارکوونکي وژل شوي.

ښاغلي ابراهیم خېل وویل، برید هغه مهال وشو، چې د چاودنې ځای ته څېرمه د افغان کونسلګرۍ د سوداګرۍ د یوې څانګې دوه کار کوونکي د دفتر پر لور روان وو.

افغان کونسل د کونسلګرۍ د وژل شویو افغان کار کوونکو نومونه قاري هلال احمد وقاد او ادریس یاد کړل.

نوموړی وايي، چې هلال احمد وقاد د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړي قاضي امین وقاد زوی دی.

افغان کونسل وايي، د افغان کارکوونکو جنازې به پېښور کې کېږي، بیا به افغانستان ته لېږدول کېږي.

ټاکنیز کاروان

د پېښې ځای ته نژدې خلکو ویلي، چې له چاودنې شېبه وړاندې د جماعت اسلامي یو کاندید حیدرخان او د پېښور کمېشنر له سیمې تېر شول.

دا لا څرګنده نه ده، چې ایا د برید هدف دغه ټاکنیز کمپاین او که نور څوک.

د پولیسو په وینا برید د یونیورسټي روډ سیمې یوه بس تم ځای ته څېرمه د پولیسو پر یوه ګاډي وشو. چارواکي وايي برید ګر پر یوه موټر سایکل سپور و او د پولیسو ګاډي ته له رسېدو سره سم یې په ځان پوري تړلي باروت وچول.

د بي بي سي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، هغه ځای کې چې دغه برید شوی معمولاً ګهیځ مهال د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وي. د برید په نتیجه کې شاوخوا دکانونو ته هم زیان اوښتی او ښیښې یې ماتې شوې.

له پېښې وروسته مرستندویه کارکونکي د برید ځای ته ورسېدل او جسدونه او ټپیان یې شیرپاو ټیچینګ روغتون له ولېږدول.

امنیتي ځواکونه سیمه کلابنده کړې او د سیمې سړکونه یې د ترافیک پر مخ تړلي دي.

پاکستان کې د ټولټاکنو د مهال وېش له اعلان سره سم پېښور کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

سخت دریځي پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ پر ټاکنیزو فعالیتونو هم بریدونه کوي.

د یکشنبې/اتبار په ورځ هم د خېبر پښتونخوا ایالت په پېښور او کوهاټ سیمو کې ټاکنیز دفترونه د توندلارو د بمي بریدونو ښکار شول.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې وویل شول، چې دې بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۲۶ ټپیان دي.

ورته مطالب