پاکستان: د جمعیت علما اسلام پر بل کاندید برید شوی

Image caption له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.

پاکستان کې د توندلارو له لوري د ټاکنیزو فعالیتونو په نښه کولو لړۍ روانه ده.

د سې شنبې/نهې په ورځ د پښتونخوا په هنګو سیمه کې د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علما اسلام ګوند د کاندید مفتي جانان پر کاروان برید وشو.

ځايي پولیس چارواکو بي بي سي ته وویل، چې برید کې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي. چارواکو ویلي، مفتي جانان له دوابې نه ټل سیمې ته پر لار وو، چې د ګاډو پر کاروان یې برید وشو.

له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه. تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جمعیت علما اسلام پر کاندیدانو دا دویم برید دی.

له دې مخکې کورمه ایجنسۍ قبایلي سیمه کې د یاد ګوند پر کاندید منیر اورکزي بمي برید وشو، چې ۲۵ کسان په کې ووژل شول.

د پاکستاني طالبانو ویندوی رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي و، دوی دا برید د دې لپاره نه دی کړی، چې په نښه شوې غونډه د جمعیت علما اسلام وه، بلکې دوی ځکه دغه برید کړی، چې کاندید منیر اورکزی د دوی په خبره د اسلام او مجاهدینو پر ضد جرمونه کړي.

خو د ننني مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

پاکستان کې د ټاکنو د مهال وېش له اعلان سره سم خېبر پښتونخوا کې د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې.

تر اوسه د عوامي نېشنل ګوند پر ټاکنیزو ډېر خونړي بریدونه شوي.

بل لور ته د پېښور ښار په شاوخوا سیمو کې د پاکستاني طالبانو له لوري یوه خبرپاڼه خپره شوې، چې په کې له خلکو غوښتل شوي، چې په ټاکنو کې ګډون و نه کړي.

Image caption دغه خبر پاڼه د تحریک طالبان پاکستان ادم خیل درې له لوري په اردو ژبه خپره شوې، چې کمپیوټر له لارې لیکله شوې ده.

خبر پاڼه کې ویل شوي، که څوک د پاکستان په ټاکنو کې ګډون وکړي د هر ډول پایلو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

دغه خبر پاڼه د تحریک طالبان پاکستان ادم خیل درې له لوري په اردو ژبه خپره شوې، چې په کمپیوټر لیکله شوې ده.

خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې نړۍ کې د کفر او اسلام تر منځ ګومه جګړه روانه ده، دا په بنسټیز ډول د دوو نظامونو، یانې شریعت او جمهوریت تر منځ جګړه ده.

په خبر پاڼه کې له رایې اچونکو په کله غوښتل شوي، چې د اسلام او کفر تر منځ جګړه کې د شریعت د نفاذ لپاره له دوی سره مالي او ځاني مرسته وکړي او د ټاکنو په لړ کې له هر ډول فعالیتونو ځان لرې وساتي.

خبر پاڼه کې دغه راز له ښوونکو او دولتي کارکونکو غوښتل شوي، چې خپلې دندې پرېږدي او ولس باید له ټاکنیزو مرکزونو لرې واوسي، ځکه د دوی په وینا د فرصت موندلو سره سم به په دې مرکزونو بریدونه وکړي.

ورته مطالب