کوز دیر: پر مېرمنو د رایې اچوونې غیر اعلانیه بندیز ولګېد

Image caption شانګله، بر دیر او کوز دیر هغه سیمې دي، چې په کې د مېرمنو رایې اچوونه د ځايي دود دستور خلاف بلل کېږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په کوز دیر کې ځايي مشرانو د مېرمنو په رایې اچوونه غیر اعلانيه بندیز لګولی.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون چارواکو ویلي، چې دوی داسې هېڅ واک نه لري، چې مېرمنې له کورونو څخه د رایې اچوونې لپاره د رایې اچوونې مرکزونو ته بوځي.

ویل کېږي، چې د مالاکنډ ډوېژن په ټاکنیزه حوزه ( ۹۷ ) کې قومي مشرانو د رایې اچوونې مرکزونو ته د مېرمنو پر تلو بندیز لګولی او د دې کار سبب امنیتي ستونزې په ګوته شوې.

دغه سیمه کې د کیڼ اړخو ګوندونو عوامي نیشنل ګوند او پاکستان پیپلز ګوند کاندیدان هم ټاکنیز بهیر کې ونډه لري.

سیمه کې د بشري حقونو د یوه سازمان مشر اکبرخان وايي دیر کې وروستی ځل د ۱۹۷۰ او ۱۹۷۷ په ټاکنو کې مېرمنو خپلې رایې وکارولې او له هغه وروسته د سیمې د دود دستور په نوم مېرمنو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې ټاکنو کې رایې وکاروي.

د ځايي خبریال انور شاه په وینا سیمه کې د ټاکنو کمېسیون یوه ځايي مسوول د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، چې دغه کمېسیون ته داسې واک نه دی ورکړل شوی، چې د ټاکنو په ورځ مېرمنې له کورونو څخه د رایې اچولو لپاره مرکزونو ته بوځي.

د پاکستان حکومت رسمي شمېرې ښيي، چې د ملاکنډ ایجنسۍ د نفوسو شمېر نژدې پنځه میلوینه کسانو ته رسېږي، چې ۵۳ سلنه یې مېرمنې دي.

خو شانګله، بر دیر او کوز دیر هغه سیمې دي، چې په کې د مېرمنو رایې اچوونه د ځايي دود دستور خلاف بلل کېږي.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون په وینا د ۲۰۰۸ په ټاکنو کې هم دغې سیمې کې مېرمنو ته د رایې اچوولو حق نه دی ورکړل شوی.

خو د بونیر په ځینو سیمو کې مېرمنو ته د رایې اچولو اجازه ورکړل شوې وه، چې د دغې سیمې په ځینو مرکزونو کې هغه مهال یو شمېر مېرمنو خپلې رایې کارولې وې.

ورته مطالب