کوټه کې موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

Image caption په وژل شویو کې د امنیتي ځواکمونو دوه سرتیري هم شامل دي.

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د دغه ښار د پولیسو یوه افسر کورته څېرمه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي.

د کوټې پولیسو مشر میر زبیر محمود له رسنیو سره خبرو کې وویل، چې ځانمرګي برید ګر په یوه موټر کې ناست وو او د پولیس افسر مشتاق سکهیرا کورته څېرمه یې موټر کې بار کړي باروت وچوول.

د نوموړي به وینا لومړني رپوټونه ښيي، چې برید ګر په خپل موټر کې له څلورو سوو تر پنځه سوه کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد بار کړي وو.

په وژل شویو کې د امنیتي ځواکمونو دوه سرتیري هم شامل دي او ویل کېږي، چې د یو شمېر ژوبل شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی. چارواکو د وژل شویو شمېر زیاتېدو وېره څرګنده کړې.

د پېښې ځای د ایالت د ګورنر (والي) دفتر ته نژدې په خورا حساسه سیمه کې موقعیت لري. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.

د چاودنې پر مهال د ښار رسنیز مرکز مخې ته د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل څانګې کارکووکنو احتجاجي مظاهره کوله او په پیل کې داسې ګومان کېده، چې چاودنه په یاده مظاهره کې شوې.

د شاوخوا سیمې د دودانیو ډېرې هندارې د چاودنې د شدت له کبله ماتې شوې. د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل څانګې کارکووکنو په ورته مهال کوټه کې احتجاجي مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو د پاکستان د سرپرست حکومت او ټاکنو کمېسیون پر ضد احتجاج وکړ، دوی غوښتنه کوله، چې باید د کوټې ښار په دریو حوضو کې بیا ټاکنې تر سره شي او یا رایې شمېرنه بیا له سره وشي.

ورته مطالب