د ملکنډ سیمې په دوو جوماتونو کې چاودنې وشوې

Image caption درګۍ کې له دې مخکې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه شوي.

د خیبر پښتونخوا په مالاکنډ ایجنسۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال دوو جوماتو کې بمې چاودنې شوې، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان په کې وژل شوي او تر ۴۵ ډېر ټپیان دي.

د مالاکنډ نیوز رپوټ کې ویل شوي، چاودنې د مالا کنډ ایجنسۍ له درګۍ سیمې نه ۲۵ کیلومتره لرې په باز دره سیمه کې شوې.

درګۍ کې مرستیال کمشنر عبدالله مشال تایید کړه، چې دې چاودنو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۵ ټپیان دي. د نوموړي په خبره لومړني تحقیقات ښيي، چې بمونه له مخکې نه جوماتونو کې نصب شوي وو.

هغه زیاته کړه، د پېښې د عاملینو نیولو لپاره په سیمه کې ګرځبندیز اعلان شوی او چاڼیز عملیات پیل شوي، خو د ده په وینا تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

ویل کېږي د چاودنو سیمې ته غځېدلې لار له غرونو تېریږي، چې له کبله یې مرستندوی فعالان له ستونزو سره مخامخ دي.

ځايي چارواکو ویلي، چې له ۴۵ ټپیانو څخه د ۳۰ روغتیايي وضعیت ښه نه دی. د دوی په وینا د چاودنې له امله د یوه جومات چت ړنګ شوی، چې په کې موجود کسان یې تر خاورو خځلو لاندې دي.

ځايي چارواکي وايي د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی او داسې وېره شته، چې د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شي.

سیمې ته زیات شمېر امنیتي ځواکونه لېږل شوي او د شاوخوا په ټولو روغتونونوکې بېړنی حالت اعلان شوی.

د پاکستان د دولتي رسنیو په رپوټونو کې د وژل شویو شمېر ۱۰ کسان یاد شوی دی. درګۍ کې له دې مخکې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه شوي. ۲۰۰۶ کال درګۍ کې پر یوه پوځي مرکز ځانوژونکی برید وشو، چې په کې ۴۲ کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب