کوټه کې چاودنې پوليس او ملکيان وژلي دي

کوټه
Image caption ټپيان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې يوې بمي چاودنې ۱۲ کسه وژلي چې لس يې پوليس دي.

ځايي چارواکي وايي په دغه بريد کې شاوخوا ۱۷ کسه ټپيان شوي دي.

د کوټې يوه چارواکي فياض سنبل بي بي سي ته ويلي پوليس په بس موټر کې روان چې له لرې کنټرولېدونکی ماين پرې وچاودېد.

يوه پوليس ويلي چې بم په يوه رکشا کې ځای پر ځای شوی و او هغه مهال وچاودېد چې د پوليسو بس موټر له سيمې تېرېده.

له پېښې وروسته پوليسو سيمه کلا بنده کړې او د ژغورنې مرستې روانې دي.

ټپيان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کوټې په ښار کې له څه مودې راپدېخوا چاودنې او ځانمرګي بريدونه ډېر شوي دي.

د مې مياشتې په ۱۲مه شپه په کوټه کې د پوليسو د يوه مشر له کور سره نژدې ځانمرګي بريد کې اووه کسه ووژل شول او ۷۶ نور ټپيان شول.

د کوټې د پوليسو مشر زبېر محمود د دغه ځانمرګي بريد په اړه وويل چې ځانمرګی په يوه موټر کې و.

هغه وويل د لومړنيو پلټنو له مخې په دغه موټر کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و.

هغه مهال چې دا چاودنه کېده د کوټې له پرس کلب نه بهر د بلوچستان د ملي ګوند د مېنګل څانګې کارکوونکو مظاهره کوله.

ورته مطالب