وسله پېښور سره نژدې يوه روغتياپاله وژلې

Image caption پاکستان کې له څه مودې راهیسې د پولیو ضد واکسین پر فعالانو او ساتونکو یې بریدونه ډېر شوي دي.

د خېبر پښتونخوا ایالت د مرکزي ښار پېښور څنډو بډه بېر سیمه کې د ګوزڼ ضد واکسین پر ښځینه فعالانو د ډزو په نتیجه کې یوه رضاکاره وژله شوې او یوه بله ټپې شوې ده.

د ځايي پولیسو په وینا بډه بېر سیمه کې دوې ښځینه فعالانې د سیمې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکو په ورکولو بوختې وې، چې پرې د نامعلومو موټر سایکل سپرو کسانو له لورې ډزې وشوې.

د پوليسو يوه ځايي افسر شفي الله د فرانسې خبري اژانس ته ويلي "د واکسين درې وځني فعاليت پر لومړۍ ورځ، چې د پېښور څنډو لپاره ځانګړی شوی، دغه بريد کې يوه ښځينه کارکوونکې وژل شوې او يوه بله ټپي شوې ده."

یوه ټپې شوې رضا کاره سمبل بي بي ځايي روغتون ته لېږدول شوې، ډاکټران وايي نوموړې یوه مرمۍ پر غاړه او یوه د زړه خواکې لګېدلې.

يوه جګپوړي حکومتي چارواکي امتياز خان ويلي حکومت د سې شنبې ورځې (مې ۲۸ مې) وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د واکسين فعاليت د څو ورځو لپاره وځنډاوه.

ده (اې اېف پي) ته ويلي "دا يوازې د وژل شوې له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه ده، او فعاليت به د جون له لومړۍ بېرته پيلېږي."

له دې وړاندې روغتيا نړيوال سازمان دغه بريد غندلی و، او ويلي وو له ځايي حکومتي چارواکيو سره به په دې اړه سلا کوی چې فعاليت روان وساتي او که څنګه؟

(ډبليو اېچ او) په يوه اعلاميه کې ويلي "موږ د خيبر پښتونخوا له حکومت سره پر دې نژدې کار کوو او د ګوزڼ ضد واکسين پر ډله بريد وروسته رامخته کېدونکي حالت غور کوو."

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم د دغه بريد غندنه کړې او ويلي يې دي"د اورپکيو او تولاريو داسې ډارن کړه وړه به د ګوزڼ له منځه وړلو په اړه د حکومت بياوړی هوډ ونه لړزوي."

د برید ښکار شویو مېرمنو د ساتنې لپاره دوه پولیس هم ګومارل شوي وو، چې د بریدګرو په مخنیوي کې ناکام شول، خو په برید کې ورته زیان نه دی اوښتی.

پولیسو له پېښې وروسته سیمه کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي، خو تر اوسه یې کومه بریا نه ده موندلې.

له دې څو ورځې مخکې باجوړ کې نامعلومو کسانو د پولیو ضد واکسین پر فعالانو برید وکړ، چې په کې یو ملېشه سرتېری ووژل شو.

پاکستان کې له څه مودې راهیسې د پولیو ضد واکسین پر فعالانو او ساتونکو یې بریدونه ډېر شوي دي.

تېر کال د پاکستان ۵۸ ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغۍ ویروس تشخیص شو، چې ۲۷ د خېبر پښتونخوا او ۲۰ نور د قبایلي سیمو اوسېدونکي وو.

ورته مطالب