ډرون د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر وژلی

Image caption ولي الرحمان دویم مهم کس دی چې سږکال په ډورن بریدونو کې وژل کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي د چارشنبې پر ورځ (د می ۲۹مه) په شمالي وزیرستان کې د امریکا یوې بې پېلوټه الوتکې برید کې د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر ولي الرحمان وژل شوی دی.

برید چې د سهار لومړیو کې له میرانشاه سره نژدې پر یو کور شوی شپږ تنه نور هم په کې وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځينو وژل شویو کسانو په اړه ادعا کېږي چې د ازبکستان وسله وال دي خو د طالبانو غورځنگ نه دا خبر رد او نه يې هم تايد کړى دى.

خو د طالبانو سرچینو بي بي سي سره خبرو کې د خپل مرستیال مشر ولي الرحمان وژل کېدو پخلی کړی دی.

ولي الرحمان د بیت الله مسود په وخت کې د خپلې ډلې ویاند و او اوس له حکیم الله مسود وروسته د پاکستاني طالبانو تر ټولو مهم قومندان بلل کېدو.

دغه برید په داسې حال کې تر سره شوی چې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د بې پیلوټه الوتکو بریدونو دفاع وکړو او ولسي وګړو د وژنې مخنیوي لپاره یې نوې لارښوونې وټاکلې.

د څارګرو الوتکو بریدونه د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا سبب ګرځېدلی، چې تر ډېره په کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان په وروستیو ټولټاکنو کې د امریکا ډورن الوتکو بریدونه یوه ګرمه موضوع وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او دا یې یو ناقانونه کړنه بللې ده: "د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا پرضد هر ډول څارګریز برید غندو".

د افغانستان-پاکستان سرحدي سیمه د القاعدې شبکې او نورو سخت دریځو د فعالیت ځای بلل شوی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونه له تېرو څو کلونو راهیسې د شمالي وزیرستان په غرنیو سیمنو کې له طالبانو سره په جګړې بوخت دي.

د امریکايي ځواکونو د نوې تګلارې له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د سخت دریځو پروړاندې د څارګرو الوتکو بریدونه د دوی په وینا ډېر اغېزمن تمام شوي دي.

ورته مطالب