بلوڅ بیلتون پالو د وسلې غورځولو ادعا دروغ وبلله

Image caption د بلوچستان ایالتي حکومت دا وروستیو کې د بلوچستان د حقونو پیل تر عنوان لاندې د بیلتون غوښتونکو بلوڅانو لپاره د ټولبښنې او مالي مرستو پروګرام اعلان کړی.

د پاکستان په ناامنه بلوچستان ایالت کې د بلوڅانو بیلتون غوښتونکي غورځنګ (بلوڅ ریپبلکن ارمي) د پاکستاني پوځي مقاماتو هغه ادعا بې اساسه بللې، چې ویلي یې و، د یادې ډلې اووه سوه کسانو وسله پر ځمکه ایښې.

د دغې ډلې یوه ویاند سرباز بلوڅ له نامعلومه ځایه په یوه پیغام کې د پاکستاني پوځیانو هغه ادعا، چې ویلي یې وو، ۷۰۰ بلوڅ بیلتون پالي ورته تسلیم شوي، دروغ وبلله.

د نوموړي په وینا د دوی د غورځنګ هېڅ غړي وسله نه ده ایښې او نه هم دوی د داسې کولو هوډ لري.

د بي ار اې ویاند په وینا د پاکستان حکومتي چارواکي د خپلو نابریالیتوبونو پټولو لپاره په یوه دروغ پسې بل دروغ وايي.

د سرباز بلوڅ په وینا د دې ډول ادعاوو موخه د ګڼ توکمیزو شرکتونو په سترګو کې خاورې اچول دی تر څو د پاکستان د مخ پر ځوړ اقتصاد د ژغورنې لپاره بلوچستان کې کار ته هغو ی تشویق شي، چې د بلوڅانو وسایل لوټ کړي.

نوموړی بهرنیو شرکتونو ته خبر داری ورکړی، چې که بلوچستان کې فعالیت کوي، نو د نوموړي په خبره د پایلو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

هغه پاکستاني رسنیو ته هم خبر داری ورکړ، چې له یو اړخیزو رپوټونو خپرولو ډډه وکړي او باید د سیمې اړوند رپوټونو له خپرولو مخکې له دوی نه تایید تر لاسه کړي.

د یادونې ده، چې دوې ورځې مخکې د پاکستاني وسله وال ملېشه ځواک یوه لوړ پوړي افسر شاذ الحق جنجوعه له بي بي سره خبرو کې وویل بلوچستان کې د حکومتي وړاندیز په ځواب کې تر اوسه یوازې دیره بګټي سیمه کې تر ۷۰۰ ډېر وسله وال تسلیم شوي، چې ډېر یې د ده په وینا بلوڅ ریپبلکن ارمي اړوند وو.

د بلوچستان ایالتي حکومت دا وروستیو کې د بلوچستان د حقونو پیل تر عنوان لاندې د بیلتون غوښتونکو بلوڅانو لپاره د ټولبښنې او مالي مرستو پروګرام اعلان کړی، خو د غو تنظیمونو دغه ډول پروګرامونه رد کړي دي.

ورته مطالب