وزیرستان کې ډرون برید اووه کسان وژلي

Image caption اسلام اباد کې د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته دا لومړی ډرون برید دی.

قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د متحده ایالتونو بې پیلوټه الوتکې"ډرون" په یوه برید کې اووه کسان وژل شوي.

دغه برید پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته لومړی هغه دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې برید د جمعې او شنبې تر منځ شپې مهال د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې شوی.

رپوټونو کې ویل شوي، چې بې پیلوټه الوتکې، د ایجنسۍ له مرکز میرانشاه څخه نژدې ۱۰۰ کیلومتره لرې، د شوال په منګروټي کلي کې پر یو ه کور د توغندیو درې ګوزارونه وکړل.

اې ایف پي خبري اژانس د امنیتي مقاماتو له قوله ویلي، چې د برید په نتیجه کې اووه کسه توند لاري وژل شوی، خو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

پاکستان کې د نوي لومړي وزیر میا نوازشریف له حکومت رامنځ ته کېدو وروسته دا لومړی ډرون برید دی، چې د اسلام اباد تر مستقیمې ادارې لاندې قبایلي سیمه کې تر سره کېږي.

د پاکستان ملي اسمبلۍ ته وینا کې میا نوازشریف د ډرون بریدونو بندېدو غوښتنه کړې وه.

له دې مخکې پاکستاني ټاکنو کې د لومړي وزیر میانوازشریف د مسلم لیګ ګوند له بریالیتوب وروسته په همدې شمالي وزیرستان کې د ډرون یوه برید کې د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر ولي رحمان وژل شوی و.

ورته مطالب