محمدخان اڅکزی د بلوچستان ګورنر (والي) وټاکل شو

Image caption د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نوموړي نوم دغه مقام ته وړاندیز کړی و.

محمد خان اڅکزی د بلوچستان د نوي ګورنر ( والي ) په توګه ټاکل شوی دی. د هغه د نوم وړاندیز د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي کړی و.

نوموړي د سې شنبې په ورځ د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري په وړاندې لوړه وکړه. محمد خان اڅکزی د محمود خان اڅکزي ورور دی.

د تېرې مې ۱۱ د ټاکنو د نتيجو له مخې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي گوند په لومړي ځل د بلوچستان له پښتني سيمو ۱۰ څوکۍ وګټلې.

دغه ګوند د ۲۰۰۸ کال ټولټاکنو سره بایکاټ کړی و.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند برياليو کانديدانو کې نواب اياز جوګيزی، سردار مصطفی خان ترين، آغا سيد لياقت او نصرالله زېری شامل دي.

ټاکنو کې له بریا وروسته ښتونخوا ملي عوامي ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن) او نېشنل ګوند پرېکړه وکړه، چې بلوچستان کې په شریکه حکومت جوړ کړي.

د بلوچستان ایالتي پارلمان ۶۵ څوکۍ لري.

د بلوچستان اسمبلۍ د ۵۱ عامو څوکیو لپاره ۵۰ څوکیو ته ټاکنې تر سره شوي، چې په کې کې مسلم لیګ (ن) ۱۱ پشتونخوا ملي عوامي ګوند ۱۰ او نېشنل ګوند ۷ څوکۍ تر لاسه کړي.

ورته مطالب