د پاکستان موسس محمد علي جناح کور کې چاودنه شوې

Image caption دغه ودانۍ د ۱۸۹۲ په لومړیو کې له لرګیو جوړه شوه.

د بلوچستان په زیارت سیمه کې هغې ودانۍ کې بمي چاودنې شوې، چې د پاکستان موسس محمد علي جناح په کې له مړینې مخکې اوسېد.

د ځايي پولیسو مشر نصیب کاکړ بي بي سي ته وویل، چې د جمعې او شنبې تر منځ شپې مهال څلور وسله وال کسان هغه کور ته ننوتل، چې یو وخت د محمد علي جناح مېشت ځای وو او هلته یې بمونه ځای پر ځای کړل.

د نوموړي په خبره د وسله والو له لوري د ځای پر ځای شویو بمونو چاودنو له کبله د دغه کور ودانۍ ته زیان اوښتی.

د نوموړي افسر په وینا د وسله والو بم اېښودونکو د ډزو له کبله یو پولیس سرتېری هم وژل شوی. د هغه په وینا له چاودنو وروسته په ودانۍ کې اور ولګېد او هغه تاریخي شیان هم په کې وسوځېدل، چې د محمدعلي جناح اړوند وو او په دغه ځای کې خوندي ساتل شوي وو.

ښاغلي کاکړ وویل، د چاودېدونکو موادو شنډونکې ادارې فعالانو د پېښې په ځای کې ایښي څلور نا چاودلي بمونه شنډ کړل.

زیارت په شنېلي او ځنګلونو پوښلې سیمه ده، چې له مړینې مخکې د پاکستان موسس محمد علي جناح په کې اوسېد.

دغه ودانۍ د ۱۸۹۲ کال په لومړیو کې له لرګيو جوړه شوې وه. پر متحده هندوستان د انګلیس واکمنۍ پر مهال به دغه ودانۍ انګریز افسرانو، سیمې د ورتګ پر مهال د مېشت ځای په توګه کاروله، خو د پاکستان له منځ ته راتلو ورسته محمدعلي جناح د ناروغۍ پر مهال دغه ودانۍ کې اوسېد.

نوموړي د خپل ژوند دوې وروستۍ میاشتې دغه ودانۍ کې تېرې کړې.

ورته مطالب