کوټه بریدونه: بلوچستان کې یوه ورځنی ویر اعلان شوی

Image caption د چارواکو په وینا امنیتي ځواکونو څلور برید ګر وژلي او یو یې نیولی دی.

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د شنبې ورځې د چاودونو او پر طبي مرکز د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی.

په بلوچستان ایالت کې د رسمي ویر اعلان شوی.

بل لور ته د ملګرو ملتو د عمومي منشي بان کي مون ویاند له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دې بریدونو غندنه شوې او ویل شوي، چې دا وروستیو کلونو کې د ښځو او ښوونکو استادانو پر ضد زورزیاتی ډېر شوی.

د پاکستان د دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې اعلامیه کې د پېښو په باب خواشینې څرګنده شوې او ویل شوي، چې د دغه ډول کړنو هدف د تعلیم بنسټیز حق ته له لاسرسي نه د ښځو مخنیوی کول دي.

د بي بي سي ځايي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې بولان طبي مرکز کې د ډزو له امله رامنځ ته شوې ورانۍ او دغه ځای کې د چاودیدونکو موادو د شتون خطر ته په کتو سره له دغه ځایه ناروغان د کوټې دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د شنبې په ورځ کوټه کې د دوو چاودنو او ډزو په پېښو کې د یوه لوړپوړي دولتي چارواکي( ډپټي کمشنر ) او ۱۴ ښځینه محصلینو په شمول ۲۵ کسان ووژل شول او د ملېشه ځواک د یوه کپتان په شمول له ۲۵ ډېر کسان ټپیان شول.

د چارواکو په وینا امنیتي ځواکونو څلور برید ګر وژلي او یو یې نیولی دی.

لشکر جهنګوي نومي توندلارې ډلې د بمي چاودنو او ‌طبي مرکز برید مسوولیت منلی دی.

ورته مطالب