بلوچستان: د نجونو یوازینی پوهنتون وتړل شو

Image caption پولیس د هغو څرګندونو په اړه پلټنې کوي چې ویل شوي یوې ښځینه ځانمرګې دغه برید کړی وو.

د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د نجونو یواځینی پوهنتون تر راتلونکي اعلانه تړل شوی دی. پر دغه پوهنتونو د شنبې په ورځ وسله والو مخالفینو برید کړی وو.

سردار بهادر خان په بلوچستان کې د ښځو یواځینی پوهنتون وو.

د دغه پوهنتون په بس موټر کې د یوې چاودنې له امله ۱۴ محصلینې ووژل شوې او یو شمېر نورې ټپیانې دي.

پولیس د هغو څرګندونو په اړه پلټنې کوي چې ویل شوي یوې ښځینه ځانمرګې دغه برید کړی وو.

په هغه پېښه کې ۱۱ تنه نور هم د ډزو په تبادلې کې وژل شوي وو.

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د دوو پرله پسې بمي چاودونو له کبله د دوو لوړ پوړو افسرانو ډپټي کمشنر او امرستیال کمشنر په ګډون لږ تر لږه۲۵ محصلینې وژلې شوې.

د شنبې په ورځ غرمه مهال ( جون ۱۵ ) د سردار بهادر خان نومي ښځينه پوهنتون په یوه بس ګاډي کې بمي چاودنه وشوه.

د بي بي سي ځايي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې بولان طبي مرکز کې د ډزو له امله رامنځ ته شوې ورانۍ او دغه ځای کې د چاودیدونکو موادو د شتون خطر ته په کتو سره له دغه ځایه ناروغان د کوټې دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د شنبې په ورځ کوټه کې د دوو چاودنو او ډزو په پېښو کې د یوه لوړپوړي دولتي چارواکي( ډپټي کمشنر ) او ۱۴ ښځینه محصلینو په شمول ۲۵ کسان ووژل شول او د ملېشه ځواک د یوه کپتان په شمول له ۲۵ ډېر کسان ټپیان شول.

لشکر جهنګوي نومي توندلارې ډلې د بمي چاودنو او ‌طبي مرکز برید مسوولیت منلی دی.

ورته مطالب