پښتونخوا حکومت ښوونځي ته تلونکو نجونو ته پيسې ومنلې

Image caption د پښتونخوا حکومت د ماليې وزير وايي دوى به پر تعليم تر ٥٠٠ ميليونه ډالرو ډېرې پيسې لګوي.

د خيبر پښتونخوا نوي ايالتي حکومت د څه باندې شپږ ميلياردو ډالرو خپله نوې کالنۍ بودجه اعلان کړې ده.

په پېښور کې صوبايي جرګې ته د ماليې وزير سراج الحق د نوې بودجې د اعلان پر وخت وويل چې پرمختيايي پروژو ته يې د تېر کال په پرتله ١٧ % ډېرې پيسې ايښي دي.

ګڼ شمېر دولتي مامورينو ته يې معاشونه تر ١٥ فيصده پورې ډېر کړې دي.

د پښتونخوا حکومت به څه باندې دوه ميليارده ډالره د فدرالي حکومت له ماليو ترلاسه کوي چې د تېر کال په پرتله په سلو کې اته ډېره برخه ده.

د پاکستان مرکزي حکومت له ترهګرۍ سره د جګړې لپاره هم د پښتونخوا حکومت ته د تېر کال په پرتله اته فيصده ډېرې پيسې منلي دي.

په دغه نوې بودجه کې تر ټولو ډېر پام د تعليم ډګر ته شوى دى.

د پښتونخوا حکومت د ماليې وزير وايي دوى به پر تعليم تر ٥٠٠ ميليونه ډالرو ډېرې پيسې لګوي.

هيله دا ده چې با استعداده زده کوونکي د سکالرشپونو يا بورسونو له لارې لوړو زده کړو ته وهڅوي.

نوې بودجه وايي د ماسټرۍ سند لرونکي هغه زده کوونکي چې کار نه لري د مياشتې ٢٠٠٠ روپۍ بودجه کې هغو زده کوونکو ته چې د ماسټرۍ سند لري خو کار يې نه دى موندلى د مياشتې څه باندې ٢٠ ډالره تنخواه ټاکلې ده.

د ماليې ايالتي وزير وويل چې د نجونو د هڅونې لپاره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د مياشتې څه باندې دوه ډالره مني.

د پښتونخوا حکومت غواړي چې ١٠٠ نوي لومړني ښوونځي جوړ کړي او ٥٠ منځوي ښوونځي پر ليسو بدل کړي.

دغه راز په پېښور کې يو نوى پوهنتون هم په پام کې نيول شوى دى.

د روغتيا د ډګر لپاره که څه هم ډېرې پيسې نه دې بېلې شوي خو چارواکي وايي چې د سرطان، ايډز او ځينو نورو ناروغيو په سلو کې ٢٠ بې وزلو ناروغانو ته به وړيا درملنه برابروي.

د برېښنا په برخه کې د پښتونخوا حکومت وايي چې ١٠٠ کليو ته به د لمر برېښنا ورکوي.

په خپل لومړني غبرګون کې حکومت مخالفي جمعيت علماى اسلام ګوند ويلي چې پر ترانزيت لاريو ماليه يې د پښتونخوا د خلکو لپاره ښه خبره نه ده.

د جمعيت علما اسلام ګوند د رسنيو د چارو مسوول جان محمد اڅکزي بي بي سي ته وويل چې دا ماليه به د خلکو پر کاروبار منفي اغېز وکړي.

ورته مطالب