په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زيارتوال: بلوچستان کې د امنيت ټينګښت لومړيتوب دی

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارلماني مشر او ايالتي وزير عبد الرحيم زيارتوال وايي دوی خپله صوبه کې د امينت ټينګښت ته لومړيتوب ورکوي.

دی وايي دې موخې ته رسېدو لپاره يې نه يوازې کلنۍ بوديجه کې زياتوالی راوستی بلکې پوليسو ته يې نورې اسانتياوې هم برابرې کړې دي.

ښاغلی زيارتوال وايي حکومتي ادارې او بنسټونه يې ټول ويجاړ شوي، او د فساد له منځه وړلو او د ادارو پر پښو درولو لپاره ستره دنده وردغاړې ده.

ده وويل د کار څارولو لپاره جدي پام کوي او که څوک سم کار نه کوي نو په وينا به يې پر وړاندې قانوني چلن کېږي.

نوموړي دغه خبرې له ايوب ترين سره يوه مرکه کې پوښتنو ته ځوابونو کې کړې دي.