کوټه او پېښور کې چاودنو ۴۵ کسان وژلي

Image caption له پېښور سره نژدې بډه بېرې بريد دوو ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان ووژل

د بلوچستان مرکز کوټه او د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور کې د يکشنبې پر ورځ چاودنو کې شاخوا ۴۵ کسان وژل شوي، او نژدې ۱۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د کوټې لوېديځ هزاره ټاون سيمه کې د شپې ۸ بجو يوه زوروره چاودنه شوې، چې لږترلږه ۲۸ کسان په کې وژل شوي، او ۳۵ نور ټپيان شوي دي.

له دې مخکې د يکشنبې له غرمې مخکې د پېښور چاودنه کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او نژدې ۵۰ نور ټپيان شوي وو.

د کوټې پوليسو جګپوړي افسر، عمومي مدير (ډي ای جي) فياض سنبل ويلي چې په هزاره ټاون سيمه کې شوې چاودنه، د ځانمرګي بريد پايله کې شوې ده.

کوټه کې د بي بي سي اردو خبريال محمد کاظم ويلي داسې شک کېږي چې دغه ځانمرګی يوې ښځينه بريدګرې کړی دی.

په دې بريد کې د ۱۸ کسانو د مړينې پخلی شوی، په داسې حال کې چې د ۳۵ نور د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، چې د ځينو حالت يې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د کوټې هزاره ټاون شيعه مېشتې استوګنې سيمه ده، او له دې وړاندې هم په کې بریدونه شوي دي.

د روان زېږدي کال فبرورۍ کې د مېوو يو بازار کې يوه زوروره چاودنه وشوه، چې لږترلږه ۱۰۰ کسان يې ووژل.

د بډه بېرې بريد

Image caption پولیسو ویلي، موټر کې ۴۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.

د يکشنبې له غرمې مخکې د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور څنډو کې د نيمه پوځي سرتېرو يوه کاروان سره نژدې له لرې کنټرولېدونکې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان ووژل او د دريو سرتېرو په ګډون يې ۳۶ کسان ټپيان کړل.

پر دې سربېره په شمالي وزيرستان اېجنسۍ کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان يو بريد کې دری سردېری وژل شوي دي.

د پېښور څنډو چاودنه د بډه بېرې تاڼې سره نژدې شوې ده.

په وژل شویو کې یوه ښځه هم ده.

چاودنې ورڅېرمه دوکانونه او ګاډي ویجاړ کړي دي.

د پېښور وروستیو کلونو بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي دي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ، پېښور ښار کې یو جګپوړی پولس او د هغه چلوونکی ووژل شول او تر هغه درې ورځې مخکې بیا یوه ځانوژونکي برید لږترلږه ۱۵ شیعه ګان ووژل.

د ننني برید پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې، خو تر ډېره دا ډول بریدونه تندلاري طالبان کوي.

برید داسې مهال شوی، چې د برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون اسلام اباد ته پر دوه ورځني رسمي سفر تللی د، چې له پاکستاني چارواکو پر ځینو موضوعاتو وغږېږي.

ښاغلی کامیرون تر پاکستان مخکې کابل ته تللی و او له ولسمشر حامد کرزي سره یې کتلي وو.

د پېښور برید کې یو پوځي ګاډی په نښه شوی، چې ویل کېږي، په وژل شویو او ټپیانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زیاتره ولسي وګړي دي.

د پنځو ټپیانو روغتیايي وضعیت هم ناوړه بللی شوی.

عیني شاهدانو ویلي، کله چې د پوځيانو کتار یوه مارکیټ ته ورسېد، ناڅاپه چاودنه وشوه.

پولیسو ویلي، که څه هم د چاودنې په اړه پلټنه پیل شوې، خو ښکاري چې له لیرې د کنټرولېدونکو چاودېدونکو توکو له چاودلو سره رامنځ ته شوې ده.

دوی دا هم ویلي، چې دغه څلوېښت کیلوګرامه چاوېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پرځای شوي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري له ټپیانو سره د مرستې امر کړی دی.

ورته مطالب