ډېورنډ کرښې ته څېرمه څارګرو الوتکو ۱۷ کسان وژلي

Image caption د پاکستان حکومت په وار-وار د امریکا جګپوړو دیپلوماتاتو او چاروکو ته ویلي، چې پاکستان کې دې د څارګرو الوتکو بریدونه ودروي.

پاکستاني چارواکو ویلي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې د امریکا څارګرو الوتکو لږترلږه ۱۷ کسان وژلي.

وايي، بې پیلوټه الوتکو لږترلږه دوه توغندي د شمالي وزیرستان میرانشاه ښار کې د چارشنبې پر ګهيځ توغولي دي.

د برید هدف یو کور او یو موټر و، چې ویل کېږي، اورپکي په کې وو.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، زیاتره وژل شوي د حقاني شبکې اورپکي دي.

دا پاکستان کې د نواز شریف د لومړي وزیر کېدو له مهاله دویم ډرون برید دی.

نواز شریف د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال پخپله خاوره کې د څارګرو الوتکو د بریدونو د بندېدو غوښتنه کړې وه.

په لومړي برید، چې د تېر جون پر اتمه شمالي وزیرستان کې وشو، لږترلږه اووه کسان ووژل شول.

ویل کېږي، چې د ډیورنډ پر کرښې قبایلي ناامنه سیمه د القاعدې شبکې غړي او طالب اورپکي فعالیت کوي.

Image caption د اټکل له مخې، د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کال ترمنځ موده کې د سي ای اې بریدونو لږترلږه ۳۴۶۰ کسان وژلي دي.

د پاکستان حکومت په وار-وار د امریکا جګپوړو دیپلوماتاتو او چاروکو ته ویلي، چې پاکستان کې دې د څارګرو الوتکو بریدونه ودروي.

پاکستان کې د سي ای اې بې پیلوټه الوتکو بریدونو د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي دي.

د اټکل له مخې، د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کال ترمنځ موده کې د سي ای اې بریدونو لږترلږه ۳۴۶۰ کسان وژلي دي.

د تحقیقي ژورنالیزم دفتر یوې څېړنې ویلي، چې په دې ډله کې نژدې ۸۹۰ ولسي وګړي دي، چې تر ډېره دغه بریدونه د امریکايي ولسمشر باراک اوباما د واکمنۍ پرمهال شوي.

ورته مطالب