پاکستاني رسنۍ وايي ډرون د حقاني قومندان وژلی

Image caption رسنۍ د چارواکو نوم نه اخلي خو وايي په هغه برید کې ۱۷ کسان وژل شوي و.

پاکستاني رسنۍ رپوټ ورکوي چې د تېرې اوونۍ په هغه برید کې چې د بې پیلوټه الوتکو له خوا په شمالي وزیرستان کې وشو، د حقاني شبکې یو قومندان وژل شوی دی.

پاکستاني رسنۍ د ځايي چارواکو له خولې رپوټ ورکوي چې تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د جولای دریمه) په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د حقاني شبکې یو قومندان وژل شوی دی.

رسنۍ د چارواکو نوم نه اخلي خو وايي په هغه برید کې ۱۷ کسان وژل شوي و.

د هغه برید په ورځ له بي بي سي تلوېزیون څخه د افغانستان د لوی درستیز شیر محمد کریمي په خپره شوې مرکه کې ویل شوي و چې د ډرون بریدونو ځای ځایګی پاکستان امریکا ته ښیي.

جنرال کریمي دا دعوه هم کړې وه چې ګواکې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یوازې پاکستان مخالفه طالبان په نخښه کېږي.

پر شمالي وزیرستان د هغه برید پر وخت له پاکستان څخه راغلیو رپوټونو ویل چې ۱۷ کسان یې وژلي دي.

اوس پاکستاني رسنۍ وايي چې په درپه خيل سرای سیمه کې چې میرامشاه ته نژدې پرته ته د تېرې اوونۍ برید ملا اختر ځدراڼ هم وژلی چې د حقاني شبکې قومندان دی او یو بل کس ابو سیاف الجزیري دی چې د القاعدې غړی و.

پاکستاني رسنۍ وايي په وژل شویو کې دوه د پنجاب اورپکي قومندانان هم وو او پاتې ۱۳ کسان یې عادي پلي وسله وال وو.

خو د دغو رپورټونو پخلی نورو خپلواکو سرچینو نه دی کړی.

پاکستاني رسنۍ وايي د ډرون تر برید وروسته ځايي خلک نژدې نه ورځي ځکه چې اورپکي یې کلابنده کوي او خپل مړي ترې وباسي.

پاکستاني چارواکي هم عمومآ پر ځايي معلوماتو او د مخابراتي تماسونو د څار په مټ د وژل شویو کسانو پېژندګلوي کوي.

د پاکستان حکومت تل د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالفت کړی او وايي تر ګټې یې تاوان ډېر وي.

ورته مطالب