خیبر پښتونخوا کې بمې چاودنو مرګ ژوله اړولې

د خیبر پښتونخوا په دوو بېلو سیمو کې چاودنې شوې، چې د دوو پولیسو په ګډون په کې شپږ کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا د هنګو په دوآبه سیمه کې د بسونو تم ځای ته څېرمه چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او اته ټپیان دي.

د ځايي پولیسو مشر محمد رحیم بي بي سي ته وویل، برید کې د ځايي قومي مشر ملک حبیب ګاډی په نښه شوی.

د نوموړي په خبره بس اډې ته نژدې یوه موټرسیکل سپاره سړي خپل موټر سیکل د ملک حبیب له ګاډي سره ټکر کړ. هغه زیاته کړه ملک حبیب ګاډي کې نه وو، خو ورور یې ملک غازي مرجان ګاډي کې ناست و.

د چاودنې له امله غازي مرجان له دریو نورو کسانو سره ووژل شو، اته کسان نور ټپیان شول. ویره څرګندیږي، چې د وژل شویو شمېر زیات شي.

د ځايي خبریال په وینا په ظاهره داسې ښکاري چې دا ځانمرګی برید دی، خو د نوموړي په خبره له تحقیق وروسته به معلومه شي، چې څه پېښ شوي.

بل لور ته د صوابي سیمې په جمال اباد کې د یوې چاودنې په پایله کې د پولیسو یو افسر او یو سرتېری وژل شوي.

د ځايي پولیسو په وینا دغه ځای کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو، چې د بم شنډوونکو فعالانو له رسېدو مخکې وچاودل. دغه سیمه کې له څه مودې راهیسې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

ورته مطالب