د پاکستاني طالبانو ویاند له دندې ګوښه کړل شو

Image caption شیخ مقبول د اورکزی ایجنسۍ سیمې اړوند دی.

د پاکستاني ‌‌‌‌طالبانو ویاند احسان الله احسان له خپلې دندې ګوښه شوی او پر ځای یې شیخ مقبول نومي قومندان ګومارل شوی دی.

دغه اعلان شمالي وزیرستان کې د پاکستانی طالبانو له لوري په یوه خبر پاڼه کې خپور شو.

خبر پاڼه کې ویل شوي، چې پخواني ویاند احسان الله احسان په خپلو څرګندونو کې هڅه کوله، د پاکستاني او افغان طالبانو تر منځ اختلاف رامنځ ته کړي.

دغه راز خبر پاڼه کې ویل شوي، چې شیخ مقبول د احسان الله احسان پر ځای د ویاند په توګه ټاکل شوی.

د هغو معلوماتو له مخې چې بي بي سي تر لاسه کړي، شیخ مقبول د اورکزی ایجنسۍ سیمې اړوند دی او له افغان طالبانو سره نژدې اړیکې لري.

طالبانو ته نژدې سرچینې وايي پر احسان الله احسان داسې تورونه وو، چې د ځینو څرګندونو له کبله یې افغان طالبانو شکایت درلود او دغه شکایتونه د بیت الله مسېد په مشرتابه مرکزي شورا ته هم رسېدلي وو، چې له هغه وروسته دغه غبرګون څرګند شو او نوموړی له دندې لېرې کړل شو.

ویل کېږي، چې دوې اونۍ مخکې د مومندو ایجنسۍ د ‌طالبانو مشر عمر خالد ویاند عمر خراساني له لوري رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي وو، چې د افغانستان له کونړ ولایت څخه لسګونه افغان طالبان دغې سیمې ته ورغلي او د لشکر طیبه او انصار الاسلام ډلو د مرستې لپاره یې د دوی پر مرکزونو بریدونه کړي.

عمر خراساني دا هم ویلي وو، چې د دغه برید په اړه د طالبانو افغان مشرتابه ته خبر ورکړل شو او ورته وویل شول، چې خپل جنګیالي د دوی پر مرکزونو د خپلو جنګیالو د بریدونو مخه ونیسي، خو دوی و نه توانېدل داسې وکړي.

د سرچینې په وینا وروسته په مرکزي ترجمان تور ولګېد، چې د عمرخراساني له لوري خپره شوې دغه اعلامیه خپله د احسان الله احسان له لوری خپره شوې وه.

د نوموړي دریځ معلومولو لپاره له هغه سره د اړیکې ټینګولو هڅه وشوه، خو بریالي نه شوو.

د یادونې ده، چې مومندو ایجنسۍ سیمه کې د ‌طالبانو د ځايي قومندان عمرخالد او لشکر طیبه ډلې تر منځ اختلاف شته او دوی څه موده مخکې له یوه بل سره خونړۍ نښتې کړې، چې په کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لشکر طیبه په باب ویل کېږي، چې افغان خاوره کې دننه د امریکايي او ګډو ځواکونو ضد بریدونه کوي او دوی د پاکستان پلوې ډلې پلوي بلل کېږي.

د دې دواړ ډلو تر منځ د جوړجاړي لپاره د افغان طالبانو له لوري هڅې شوې، خو کومه بریا ته نه دي رسېدلي.

ویل کیږي، چې احسان الله احسان هم د مومندو ایجنسۍ اړوند دی او له دې مخکې د قومندان عمرخالد مرستیال او د مومندو ایجنسۍ طالبانو ویاند هم و.

ورته مطالب