ملاله:یو کتاب، قلم او یو ښوونکی نړۍ بدلولی شي

Image caption "راځئ د تعلیم په ګاڼه ځانونه سمبال کړو."

ملالې یوسفزۍ په نیو یارک کې، د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې، په خپلې لومړنۍ وینا کې پر نړیوالو حکومتونو غږ وکړ چې هر ماشوم ته د وړیا زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

ملالې هغې غونډې ته چې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په دفتر کې جوړه شوې وه او شاوخوا ۵۰۰ نور زده کوونکي ورته ورغلي وو، وويل چې هېڅکله به له خپلو هڅو په شا نه شي او د نړۍ له مخې به د بې تعلیمۍ د ختمولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

ملالې دغې غونډې ته وويل "د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په میاشت کې طالبانو زه له خپلو ملګرو سره وویشتلم. دوی فکر کاوه چې ټوپک به مې یې ووېروي او غلې به مې کړي خو بریالي نه شول."

نوموړې پر طالبانو نیوکه وکړه چې "د اسلام او پښتنو له نومه د خپلو شخصي ګټو لپاره ناوړه ګټه اخلي."

هغې وويل "راځئ د تعلیم په ګاڼه ځانونه سمبال کړو."

د ۲۰۱۲ کال په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون د جولای ۱۲مه چې د ملالې د زو کړې ورځ ده د ملالې ورځ په نامه ونوموله.

سټېچ ته د ملالې د راغوښتو پر وخت ښاغلي بان وويل "د ملالې په ویشتلو سخت دریځو وښودله چې له یوې نجلۍ چې کتاب ورسره دی، څومره وېرېږي."

ملالې په خپلو خبرو کې دغه ورځ د نړۍ ښځو ته ډالۍ کړه او و یې ويل چې دا ورځ یوازې د هغې نه ده بلکې "د هرې هغې ښځې، هر هلک او هرې نجلۍ ده چې د خپلو حقونو لپاره یې خپل غږ اوچت کړی دی."

ملالې پر ښځو غږ وکړ چې د خپلو حقونو لپاره غږ اوچت کړي او دا تمه دې نه لري چې سړي به یې ورته کوي.

هغې وويل زما ټول پام د ښځو حقونو ته ځکه دی چې هغوی تر ټول ډېرې ځورېږي.

"یو وخت داسې و چې ښځې به نارینه وو ته په تمه وې چې د حقونو لپاره یې غږ اوچت کړي خو اوس به یې موږ ټول په خپله په ګډه کوو. موږ به هېڅکله بریالي نه شو که مو د ټولنې پوره نیمايي شاته پرې ایښې وي."

ملاله تېر کال په سوات کې طالبانو هغه وخت وويشته چې ښوونځي ته پر لار روانه وه.

هغه ورسته برتانیا ته د درملنې لپاره راوستل شوه.

د برتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون ملاله په نړۍ تر ټولو زړه وره نجلۍ وبلله.

ورته مطالب