پاکستان: کپتان سعدیه له الوتکې پراشوټ راکوزه شوه

کپتان سعدیه
Image caption کپتان سعدیې او د هغې نورو ملګرو ته څو اوونیز پراشوټ کې روزنه ورکړل شوې.

د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل ښځینه پوځي افسرانو له چورلکې په بریالیتوب د پراشوټ په مټ ځمکې ته راکوزې شوې دي.

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ (جولای ۱۴/چنګاښ ۲۳) وویل، پېښور کې ښځینه پوځي افسرانو د پراشوټ روزنې مرکز کې تر درې اوونیزې روزنې وروسته عملي ګامونه واخیستل.

اسلام اباد کې زموږ همکار طاهر خان لیکي، کپتان سعدیه هغه لومړنۍ افسره وه چې له ایم اې ۱۷ ډوله پوځي چورلکې د پراشوټ په مټ ځمکې ته راکوزه شوه.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې ویلي، چې د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني ښځینه پوځي افسرانو ته د هغوی د کامیابو عملیاتو مبارکي وویله.

جنرال کیاني د دغو ښځینه افسرانو دا کار وستایه.

د پوځ له لوري یوه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې "د جسماني روزنې ترڅنګ، ښځینه پوځي افسرانو د روزنې د دورې پرمهال له هلیکوپټر څخه د پراشوټ په مټ راکوزېدل زده کړي دي".

دغو ښځینه پوځي افسرانو ته د پراشوټ په مټ له الوتکې د راکوزېدو پرمهال دا هم ورښودل شوي، چې څرنګه پرځمکه ځان کنټرول کړي.

پوځي وايي، دوی ته د اوبو پرسر هم د پراشوټ په مټ د راکوزېدو چلونه ورښودل شوي، او دا چې څرنګه پرځمکه له نورو سره ټکر ونه کړي.

د خیبر پښتونخوا تربیله د پوځ یوه مرکز کې ۲۴ ښحینه پوځي افسرانو ته په جوړو شویو مراسمو کې د پراشوټ نښانونه ورکړل شول.

کپتان کرن اشرف په ټولو کې لومړۍ او غوره اعلان شوه.

ورته مطالب