پاکستان د توندلارۍ تاوتريخوالي لوړېدونکې څپې سره لاس او ګرېوان دی

Image caption کله چې د جومات بهر غږونه لوړ شول، نو لمونځ کوونکيو په څه وارخطايۍ ورکتل.

مسلمانان د پېښور د څنګ يوه دوړن سړک ښکته د شيعه ګانو يوه واړه جومات کې لمانځه ته سره ليکه کېږي.

خو د جومات محراب چې امام په کې د جمعې لپاره درېږي، او شاوخوا ځای د چاودنې په نښو او تورو داغونو پوښل شوی دی.

د محراب شاوخوا شين رنګه کاشی ويجاړ شوی دی.

همدلته يوه اورپکي دوه اوونۍ مخکې خپل ځان الوځولی و.

سيد حسين چې وراره يې د ۲۱ وژل شويو ترمنځ و، وايي "کله چې دننه راغلم، پرې شوې پښې مې وليدي، د جومات ټولو برخو کې د انسانونو د بدن ټوټې او سرونه پراته وو".

پر چت، دېوالونو او ان مخامخ ودانۍ د هغو سل ګونو ساچمو نښې دي چې د دغه ځوان ځانمرګي د ځان وژنې اسکټ کې تړل شوې وې.

که څه هم د نني جماعت خلک د وېرې په يوې خواته کولو هوډمن ښکاري، ترينګلتيا هغه مهال په چټکۍ لوړه شوه، چې د کاليو دننه تومانچې سره يو سړی په دروازه کې ودرول شو.

کله چې د جومات امنيت ساتونکو هڅه کوله تومانچه ترې واخلي، د دوی ترمنځ تودې ناندرۍ پيل شوې.

خو سړی هسې نه و، لکه څنګه يې چې وېره کېده د سني اکثريت يو اورپکی وي او د يوه بل فرقه يي بريد هڅه کوي.

دی يوه شيعه و چې پلار او تره يې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوي وو، او وسله يې هم ځکه ګرځوله که کوم بريد کېږي نو ويې کاروي.

دی يوه تېره تجربه هم لري، څو کاله مخکې يې په تومانچه يو ځانمرګی وژلی و.

د سيد حسين لپاره بیا پر دغه جومات بريد او هم له هغه راهيسې چې نواز شريف واک ته رسېدلی د وژنې يو لړ نورې پېښې يوځل بيا دا ثابتوي ګنې هر ډول حکومت چې دنده پيلوي، د پاکستان شيعه لږکي به د نورو وګړيو په څېر نه ساتل کېږي.

Image caption د لېډي ريډېنګ روغتون د مرګژوبلې لوړېدونکې شمېر ته د ځواب ويلو په موخه پراخېدونکی دی

دی وايي جهادي اورپکی پياوړي کېږي: "ټول پاکستان کې يې ګورئ، په کراچۍ، کوټه او پېښور کې بمي بريدونه، هدفي وژنې او ځانمرګي بريدونه کېږي. حکومتونه له هماغې لومړۍ ورځې تر ننه ناکام شوي دي. خلک خپلې چارې ته پرېښودل شوي."

د ايدي بيړني خدمت خيريه ټولنې له لوري برابرې شوې شمېرې ښيي چې د اپرېل او جون پای ترمنځ مودې پورې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې ۲۴۷ کسان په بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

دغه شمېرو کې وزيرستان نه دی شامل چې د اورپکۍ مرکز بلل کېږي.

د زورزياتي پېښو له امله د مرګژوبلې زياتېدونکي بهير ته په ځواب کې لوی سيمه ييز روغتون د پېښو او بيړنيو حالتونو يوه نوې څانګه جوړه کړې چې ۷ عملياتي خونې لري.

ټاکل شوې دغه څانګه د روان کال وروستيو کې پرانيستل شي.

د پېښور لېډي ريډينګ روغتون اجرايوي مشر پروفيسور ارشد جاوېد وايي "دا يو ستر کمپلېکس دی، په خپله يو روغتون دی".

"فکر کوم که مې د نړۍ مرګژوبلې تر ټولو ستره څانګه وبلله، مبالغه به مې نه وي کړې."

د روغتون دننه پر يوه نښه ليکل شوي "د بمي چاودنو ټپيان"، ترې لاندې محمد شاهين پروت دی.

دی له هغو ټپونو تر درملنې لاندې دی چې نژدې يوه مياشت مخکې مردان کې يوه ځانمرګي بريد پر مهال ورپېښ شول.

دی يوې جنازې ته ورغلی و، او له يوه ځايي سياستوال سره نژدې ولاړ و، چې پر نورو ۲۷ تنو سربېره په کې ووژل شو.

دی وايي "دوی غوښتل کابو يې کړي، او تدبيرونه يې نيول، خو بريالی نه شول. اوس يوازې خدای يو څه کولی شي."

نو اوس نواز شريف د داسې يوې لارې ټاکلو کې تر زيات فشار لاندې دی چې وښيي د حالت بيا کنټرولولو لپاره څه پلان لري.

د "نه چمتو والي" حالت

Image caption د مردان بمي چاودنې ژوندی پاتې شوی محمد شاهين باور کوي اورپکي د حکومت کابو کولو له توان بهر دي

ډېری څارونکي باور کوي ده خپله دنده له کومې همغږې امنيتي سټراټيژۍ پرته پيل کړې، او لا اوس هم د يوې پر جوړولو بوخت دی.

ښاغلی شريف پر دې ټينګا رکوي چې اقتصاد د سر لومړيتوب لري.

تقاعد شوی جنرال طلعت مسعود چې د امنيتي او دفاعي چارو څېړونکی دی وايي"ډېر نهيلی يم، فکر کوم د حکومت تر ټولو مهم مسئوليت د خلکو ساتنه ده".

"هيله لرم دوی به له خپل حالت، د خوب حالت به يې ونه بولم، خو د نه چمتوالي حالت نه تېر شوی شي."

يو ليک شوی سند چې د بي بي سی اردو څانګې ته رسېدلی، وايي د هغو بريدونو څپه چې په تېرو څو کلونو کې د جهادی ډلو له لوري ترسره شوي "داسې ښکاري له خپلواکۍ راهيسې د دغه هېواد پر وړاندې تر ټولو جدي کړکېچ دی".

دغه سند – چې د ترهګرۍ او توندلارۍ ضد ملي تګلارې مسوده بلل شوې – خبرداری ورکوي ګنې جهاديان غواړي پاکستان بېرته "ډبرينې زمانې" ته بوځي، دا چې دوی له القاعدې سره تړاو لري، او غواړي خلک "د خپلو نا اسلامی مشرانو پر وړاندې راپورته شي".

د سني اورپکو تر ټولو لويه ډله د پاکستان طالبان دي، چې په ډېرو لويو ښارونو کې اډې لري او کله چې وغواړي نو د بریدونو ترسره کولو وړتيا لري.

داسې نښې نښاني شته چې د لشکر جنګوي په څېر چې پر شيعه ګانو پر بريدونو پړه ګڼل کېږي، نورې اورپکې ډلې له طالبانو سره همکاري کوي.

د دغه سند چمتو کوونکي د خپل هېواد پر سياسي مشرتابه کلکې نيوکې کوي، او دوی تورنوي چې د توندلارۍ درملنه کې د مخکښ دريځ نيولو کې پاتې راغلي او د ترهګرۍ ضد لا نورې همغږې تګلارې غوښتنه کوي.

دا لا څرګنده نه ده چې دا نيوکې د اوسني او که پخواني حکومت پر وړاندې دي.

تر دې مهاله د ښاغلي شريف غبرګون له پوځي او استخباراتي اېجنسيو سره غونډې او پر لويو ګوندونو د دې غږ دی، چې مخ پر وړاندې تګ کې يوه ټوليز دريځ ته ورسېږي.

Image caption "تر ټولو خطرناک اورپکي له فاټا يا تر فډرالي ادارې لاندې قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا بهر سيمو دي. په دوی کې عربان، چچنيان، ازبکان او د پنجاب اورپکی شامل دي"

په داسې حال کې چې خپل اړخ ته د امنيتي ادارو راماتولو ارزښت په اړه سلا شته، ځينې څارونکي بيا د ټولو ګوندونو غونډې ته د لومړي وزير بلنه "نورو ته د مسئوليت سپارنه" بللې ده.

خو د اقبال ظفر جګړه په څېر د واکمن ګوند يو شمېر جګپوړيو چارواکيو دا خبره رد کړې چې اوس مهال دې د تګلارې کومه تشه وي. دی وايي "موږ له پوره وخت راهيسې پر دې کار کاوه".

ښاغلی جګړه وايي "بايد د (توندلارۍ تاوتريخوالي) ريښه يي لاملونو ته وکتل شي، او تر ټولو ښه لار (له اورپکيو سره) خبرې اترې دي".

نوموړی زياتوي "دا حل ته د رسېدو يوازينۍ لار ده. که بيړه او په چټکې پرېکړې وشي، نو نه به دوام لرونکی حل ته رسېدنه وشي او نه هم دوام لرونکې سولې ته."

خو دا به کېدی شي کلونه وخت ونيسي، او دا لا روښانه نه ده که طالبان خبرې رد کړي او يا د خبرو بهير ماتېږي، نو حکومت به څه کوي.

د پېښور سوداګريزې ټولنې غړي، چې تېره يوه لسيزه کې يې د امنيت نشتوالي له امله بد ګوزار خوړلی، لا اوس هم نهيلي دي.

د غاليو يو مخکښ کاروباري مظهر الحق وايي "زما کاروبار ۷۰٪ سلنه لوېدلی دی".

دی شک ښيي د نوي حکومت واکمنۍ سره دې نژدې راتلونکي کې حالت کې ډېر بدلون راشي.

دی وايي "اورپکي ډېر تيت شوي، او نه پوهېږم دوی (حکومت) به يې څنګه کابو کړی شي."

ورته مطالب