په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزى: د سيمه ييزو پښتو سازونو راتلونکې

افغانستان ته د موسيقۍ نوې څپه تر طالبانو وروسته راغله چې لکه جل وهلو هر چا په هر څه منگولې ولگولې.

موسيقي وغوړېده، خو پخه نه شوه او ډېرې بېلگې يې لکه د اومې (خامې) مېوې بې خونده پاتې شوې.

په دې ترڅ کې ډېر زيان پښتو سيمه ييزې موسيقۍ وکړ.

په ډېرو سيمو کې يې اوس ټغر په ټولېدو دى.

پېلوزى دا ځل د کونړ په بېلگه کې د دغه زوال علتونه سپړي.

د دې ترڅنگ د پښتو نثر پر ستونزو، د هاملېت تراژيدۍ پر نړېوالو نندارو او يو څو نورو مسالو هم تم شوي يو.